د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

د ایراني چارواکو د څرګندونو په اړه د ولسمشر ټرمپ غبرګون


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر د ایراني چارواکو وینا ته سخت ځواب ورکړ.

د ایران حکومت پرون د جولاي په نولسمه دا رد کړه چې د امریکا جنګي بېړیو د هرمز په تنګي کې د دوی بې پيلوټه الوتکه ویشتې ده.

خو د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون له سپینې ماڼۍ په وینا کې د ایران د رد په اړه وویل: شک ته ځای نشته، موږ وویشته.

ټرمپ ټینګار وکړ چې د ایران یوې بې پيلوټه الوتکې د دوی د سمندري ځواکونو د بېړۍ USS Boxer په زرمتره ارتفاع کې پرواز کاوه او ګواښ یې پېښ کړی و.

د امریکا یوه (USS Boxer) بېړۍ
د امریکا یوه (USS Boxer) بېړۍ

په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن پر دې خبرو ور اضافه کړې چې دوی هېڅ شک نه لري چې بې پيلوټه الوتکه د ایران وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي پرون د جولای په نولسمه په ټوېټر کې ولیکل چې د هرمز پر تنګي یا هېڅ بل ځای کې یې بې پیلوټه الوتکه نه ده لوېدلي.

د ایران د وسله والو ځواکونو یوه ویاندپرون وویل چې د هغوی ټولې بې پيلوټه الوتکې خپلو اډو ته رسېدلې دي.

خو د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر پرون وویل چې دوی حق لري چې له خپلو وګړو، تاسيساتو او ګټو دفاع وکړي.

ټرمپ پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې ایران وغندي، ځکه د هغه په وینا، د نړیوال تجارت او د سمندري ټرانسپورت ازادۍ ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون ویلي چې دی د خپلې بې پیلوټه الوتکې د لوېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري، خو پر واشنګټن یې تور پورې کړ چې ځان او نوره نړۍ یوه ګودال ته ور ټېل وهي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو بونس ایرس ته په رسمي سفر تللی دی.

له هغه ځایه د پامپیو په حواله لیکل شوي چې ایرانۍ ډرون سقوط کړی دی او پر ایران یې غږ کړی چې د د خبرو مېز ته ورشي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېرکال له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له اټمي موافقې ووت.

له هغه راهیسې د واشنګټن او تهران په اړیکو کې کړکېچ لا زیات شوی دی.

د موافقې پر اساس منل شوې وه چې ایران به خپل اټمي پروګرام محدودوي او په بدل کې به یې نړیوال پر دې هېواد له خپله لوري اقتصادي بندیزونه کموي.

خو کله چې امریکا له ایران سره له موافقې ووته، پر ایران یې خپل بندیزونه برحاله کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له بي بي سي سره په تازه مرکه کې ویلي چې د دې بندیزونو له امله د ایران ولس تر سخت کړاو ترېږېږي.

محمد جوادظریف ویلي چې له چین او د موافقې له اروپايي شریکانو غواړي چې د دوي تېل واخلي.

چین، روسیه او د اروپايي اتحادیې یو شمېر غړي هېوادونه لکه جرمني لاهم له ایران سره د موافقې غړي دي.

XS
SM
MD
LG