د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

واشنګتن ایګزمنر د روګیو له قوله: قوي افغان حکومت پاکستان ته د ګواښ په توګه دی


واشنګتن ایګزمنر:

واشنګتن ایګزمنر د افغانستان او پاکستان د سرحدي لانجو په اړه یوه مقاله لیکلې ده.

خپرونې لیکلي چې د افغانستان د سولې د هڅو په دوام پنټاګون اندېښمن دی چې د امریکا دا دوه ملګري به د نښتو په دوام سره د سولې په برخه کې له همکارۍ لېرې پاتې شي.

واشنګتن ایګزمنر د امریکا دفاع وزارت پنټاګون تازه رپوټ ته اشاره کړې چې له مخې يې د افغانستان او پاکستان حکومتونو یو بل په سرحدي سیمو کې له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ تر ټولو وروستۍ سرحدي نښته سږ مې شوې وه چې پکې پاکستان ادعا کړې وه چې له اویا تر اتیا ترورېستان له افغان خاورې پر پاکستاني سرتېرو برید کړی.

پاکستان د دغه برید په غبرګون کې پر افغان خاوره راکټي بریدونه کړي وو چې پکې څلور افغان سرتېري وژل شوي وو.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان څه وخت مخکې په خپله لیدنه کې په نورو مسایلو سربېره د پولو پر امنیت او په دې برخه کې په همکارۍ ټینګار کړی و.

واشنګتن ایګزمنر خپرونې د ډموکراسۍ د دفاع د بنسټ او د لانګ وار ژورنال مدیر بېل روګیو په حواله لیکلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې نښتې د دې لپاره کېږي چې پاکستان هېڅ کله نه غواړي چې افغانستان یو قوي حکومت ولري.

د روګیو په خبره، د افغانستان قوي حکومت پاکستان ته د یوه ګواښ په توګه دی، په خاصه توګه هغه حکومت چې له هندوستان سره دوستانه اړیکې ولري.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د درېیو لکو افغان ځواکونو په شمول د څه باندې پنځه دېرشو میلیونو افغانانو برخلیک ډېر ژر د امریکايي مرکچیانو او طالبانو له خوا تر بحث لاندې نیول کېږي.

د ورځپاڼې په لیکنه، افغان امنیتي ځواکونو د داسې یوه دولت لپاره په لومړۍ کرښه کې ځانونه په خطر کې اچولي چې خپل دښمن ته له حده زیات اهمیت ورکوي.

نیویارک ټایمز لیکلي، ځیني څارونکي په دې نظر دي چې افغان پوځ تر اوسه ډېر کارنده نه دی تمام شوی او د فساد له موجودیت او د رهبرۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په بدخشان ولایت کې د یوه افغان پوځي عبدالکبیر رسولي په حواله لیکلي چې افغان سرتېري د ورځې دوه درې واره تر برید لاندې راځي او هره ورځ یې ګڼ شمېر په جنګ کې وژل کېږي.

رسولي په حیرانتیا پوښتنه کړې چې د امریکا او طالبانو تر منځ دا څنګه خبرې روانې دي چې طالبان په یوه وخت پر افغان سرتېرو بریدونه هم کوي.

ډېلي ټیلیګراف:

ډېلي ټیلیګراف ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې روغتیايي خدمات د طالبانو له لوري د ۴۲ کلینیکونو له تړل کېدو وروسته له ګواښ سره مخ دي.

د سویډن کمېټې د طالبانو تر ګواښ وروسته په میدان وردګ ولایت کې د سې شنبې په ورځ خپل لسګونه کلینیکونه وتړل.

طالبانو وروسته له هغه دا روغتیايي مرکزونه تهدید کړي وو چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو په یوه برید کې ځيني ډاکتران ووژل شول.

دوی د طالبانو درملنه کوله.

ډېلي ټیلیګراف ورځپاڼې لیکلي، میدان وردګ ولایت چې له پلازمېنې کابله ډېر لېرې نه دی پروت، ډېره برخه یې د طالبانو له خوا کنټرولېږي.

XS
SM
MD
LG