په بغلان کې يو پسه په نشهيي موادو روږدی شو
بغلان کې په وګړو سربېره يو پسه هم په نشهيي موادو روږدی شوی او هره ورځ د نشهيي موادو د لوګي د تنفس کولو لپاره ځان د روږدو کسانو يوې ډلې ته رسوي. د دغه ولايت سيمهييز چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله دغه ولايت کې د روږدو شمېر زيات شوی دی. نور حال د بشير احمد غزالي په راپور کې. اېډېټ: تميم اخګر