د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

ننګرهار: پچیراګام کې د واده پر مراسمو انتحاري حملې ۶ تنه وژلي

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو د شوې انتحاري حملې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو د شوې انتحاري حملې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې پېښه نن سهار اته نیمې بجې د پچیراګام ولسوالۍ د بر اګام په سیمه کې د یو قومي مشر ملک تور د وراره د واده په مراسمو شوې ده چې له امله یې خپله ملک تور هم وژل شوی دی او دوه زامن یې هم وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي دي چې پېښه د بر اګام په سیمه کې شوې ده او په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.

ښاغلي خوګیاڼي دا هم ویلي دي چې دغه انتحاري حمله د یوه تنکي ځوان له لوري شوې ده.

د خوګیاڼي په حواله د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی، خو په سیمه کې یوې امنیتي سرچیني ازادي راډیو ته د وژل شویو شمېر نهه تنه ښودلی دی.

دغه سرچیني ویلي دي چې د دوی د لومړنیو څېړنو پر اساس انتحاري حمله کوونکي شا وخوا ۲۱ کاله عمر درلود.

سرچیني ازادي راډیو ته دا هم وویل چې په وروستیو کې په‌دې ولسوالۍ کې بمي چاودنې ډېرې شوي دي او دا په روانه میاشت کې څلورمه بمې حمله وه.

د ملک تور په اړه ویل کیږي چې په سیمه کې د پاڅون کوونکو مسؤلیت پر غاړه درلود.

په‌دې پېښه کې وسله‌والو طالبانو لاس لرل رد کړي دي او کومې بلې وسله‌والې مخالفې ډلې یې مسؤلیت نه‌دی منلی.

په ننګرهار کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو یو مشر ملک تور په یوه ځان‌وژنکي حمله کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې پر ملک تور مخکې هم حملې شوې وې چې دې ترې بچ شوی و.

  • دا چې د نوموړي په مشرۍ ولسي پاڅون څومره د سیمې د امنیت له ټینګښت سره مرسته کړې؟
  • او ایا حکومت ورسره لازمه مرسته کړې؟

د دې او ځینو نورو مسایلو په اړه د ازادي رآډیو خبریال نوریاس نوري د چارو له یوه کتونکي او ننګرهار د ولایتي شورا له یوه پخواني غړي ذبیح الله ستانکزي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې:

  • د نننۍ حملې تر شا به چې د ملک تور د وراره د واده پر مراسمو وشوه او پرده سربېره د کورنۍ یو شمېر نور غړي او دوستان یې په‌کې مړه او ټپیان شول، د د دولت د کومې وسله‌والې ډلې لاس وي؟

له ښاغلي زمري سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
مستقیم لېنک

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو په یوه ځان وژونکي برید کې د یوه قومي مشر ملک تور په ګډون شپږ تنه وژل شوي او تر لسو ډېر ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دا برید نن سهار د دې ولسوالۍ په بر اګام سیمه کې شوی دی: "یوه نوي ځوان د قومي مشر ملک تور د وراره د واده په مراسمو کې ځانمرګی برید وکړ او له بده‌مرغه په‌دې پېښه کې ۶ تنه وژل شوي. ملک تور هم په وژل شویو کې شامل دی."

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په‌دې برید کې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د ننګرهار په ځینو سیمو کې داعش وسله‌وال او هم طالبان فعالیت لري.

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو انتحاري حمله شوې.

د ننګرهار ولایتي چارواکي تأییدوی چې نن سهار د پچیراګام په ولسوالۍ کې د یو قومي مشر ملک تور د وراره د واده په مراسمو ځان مرګی برید شوی چې له امله یې پنځه تنه ولسي کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې قومي مشر ملک تور د سیمه‌ییزو پاڅون‌والو مشر وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې ځان مرګی د یو ماشوم له خوا شوی دی.

نوموړی وایي چې د پېښې ټپیان د پچیراګام سیمه‌ییز او د ننګرهار ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.

یو شمېر عیني شاهدانو له سیمې ازادي راډیو ته ویلي چې په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر زیات دی.

تر دې دمه د دې حملې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

د ننګرهارولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د واده پر مراسمو په انتحاري حمله کې خپله ملک تور او د ده دوه زامن هم وژل شوي او په‌دې سره د وژل شویو شمېر ۹ تنو ته ورسېد.

دغه سرچینې همدا شان زیاته کړې چې د دوی د لومړنیو څیړنو له مخې انتحاري حمله کوونکی شاوخوا ۲۰کاله عمر درلود.

د دې سرچینې په حواله چې په وروستیو کې په پچیراګام کې بمي چاودنو زور اخېستی او دا په روانه میاشت کې څلورمه چاودنه ده چې کېږي.

وسله‌والو طالبانو په یوه اعلامیه کې په‌دې پېښه کې لاس لر ل رد کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG