د ننګرهارولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د واده پر مراسمو په انتحاري حمله کې خپله ملک تور او د ده دوه زامن هم وژل شوي او پهدې سره د وژل شویو شمېر ۹ تنو ته ورسېد.
دغه سرچینې همدا شان زیاته کړې چې د دوی د لومړنیو څیړنو له مخې انتحاري حمله کوونکی شاوخوا ۲۰کاله عمر درلود.
د دې سرچینې په حواله چې په وروستیو کې په پچیراګام کې بمي چاودنو زور اخېستی او دا په روانه میاشت کې څلورمه چاودنه ده چې کېږي.
وسلهوالو طالبانو په یوه اعلامیه کې پهدې پېښه کې لاس لر ل رد کړي دي.
د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو انتحاري حمله شوې.
د ننګرهار ولایتي چارواکي تأییدوی چې نن سهار د پچیراګام په ولسوالۍ کې د یو قومي مشر ملک تور د وراره د واده په مراسمو ځان مرګی برید شوی چې له امله یې پنځه تنه ولسي کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
ویل کېږي چې قومي مشر ملک تور د سیمهییزو پاڅونوالو مشر وو.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې ځان مرګی د یو ماشوم له خوا شوی دی.
نوموړی وایي چې د پېښې ټپیان د پچیراګام سیمهییز او د ننګرهار ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.
یو شمېر عیني شاهدانو له سیمې ازادي راډیو ته ویلي چې په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر زیات دی.
تر دې دمه د دې حملې مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.
د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو په یوه ځان وژونکي برید کې د یوه قومي مشر ملک تور په ګډون شپږ تنه وژل شوي او تر لسو ډېر ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دا برید نن سهار د دې ولسوالۍ په بر اګام سیمه کې شوی دی: "یوه نوي ځوان د قومي مشر ملک تور د وراره د واده په مراسمو کې ځانمرګی برید وکړ او له بدهمرغه پهدې پېښه کې ۶ تنه وژل شوي. ملک تور هم په وژل شویو کې شامل دی."
د ښاغلي خوګیاڼي په خبره پهدې برید کې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
د ننګرهار په ځینو سیمو کې داعش وسلهوال او هم طالبان فعالیت لري.
په ننګرهار کې د دولت د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو یو مشر ملک تور په یوه ځانوژنکي حمله کې ووژل شو.
د راپورونو له مخې پر ملک تور مخکې هم حملې شوې وې چې دې ترې بچ شوی و.
- دا چې د نوموړي په مشرۍ ولسي پاڅون څومره د سیمې د امنیت له ټینګښت سره مرسته کړې؟
- او ایا حکومت ورسره لازمه مرسته کړې؟
د دې او ځینو نورو مسایلو په اړه د ازادي رآډیو خبریال نوریاس نوري د چارو له یوه کتونکي او ننګرهار د ولایتي شورا له یوه پخواني غړي ذبیح الله ستانکزي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې:
- د نننۍ حملې تر شا به چې د ملک تور د وراره د واده پر مراسمو وشوه او پرده سربېره د کورنۍ یو شمېر نور غړي او دوستان یې پهکې مړه او ټپیان شول، د د دولت د کومې وسلهوالې ډلې لاس وي؟
له ښاغلي زمري سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: