د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

ننګرهار: پچیراګام کې د واده پر مراسمو انتحاري حملې ۶ تنه وژلي

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو د شوې انتحاري حملې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو د شوې انتحاري حملې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې پېښه نن سهار اته نیمې بجې د پچیراګام ولسوالۍ د بر اګام په سیمه کې د یو قومي مشر ملک تور د وراره د واده په مراسمو شوې ده چې له امله یې خپله ملک تور هم وژل شوی دی او دوه زامن یې هم وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي دي چې پېښه د بر اګام په سیمه کې شوې ده او په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.

ښاغلي خوګیاڼي دا هم ویلي دي چې دغه انتحاري حمله د یوه تنکي ځوان له لوري شوې ده.

د خوګیاڼي په حواله د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی، خو په سیمه کې یوې امنیتي سرچیني ازادي راډیو ته د وژل شویو شمېر نهه تنه ښودلی دی.

دغه سرچیني ویلي دي چې د دوی د لومړنیو څېړنو پر اساس انتحاري حمله کوونکي شا وخوا ۲۱ کاله عمر درلود.

سرچیني ازادي راډیو ته دا هم وویل چې په وروستیو کې په‌دې ولسوالۍ کې بمي چاودنې ډېرې شوي دي او دا په روانه میاشت کې څلورمه بمې حمله وه.

د ملک تور په اړه ویل کیږي چې په سیمه کې د پاڅون کوونکو مسؤلیت پر غاړه درلود.

په‌دې پېښه کې وسله‌والو طالبانو لاس لرل رد کړي دي او کومې بلې وسله‌والې مخالفې ډلې یې مسؤلیت نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG