د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

تېرو ۱۰ ورځو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۵۰ ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي


په ننګرهار کې د یوه وژل شوي ملکي کس جسد چې د اعتراض په بڼه یې د مومندرې ولسوالۍ لویې لارې ته لیږدولی وو
په ننګرهار کې د یوه وژل شوي ملکي کس جسد چې د اعتراض په بڼه یې د مومندرې ولسوالۍ لویې لارې ته لیږدولی وو

په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په روانه میلادي میاشت کې چې نن يې دولسمه ورځ ده سلګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا ډله وايي، په تېرو لسو ورځو کې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۴۵۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې شمېر کې ۸۰ ولسي کسان وژل شوي او له ۳۰۰ ډېر ټپيان دي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

ښاغلی تسل زیاتوي: "دا په ټوله معنا د جګړې د قوانینو خلاف عمل دی چې له بده‌مرغه د جګړې دواړه غاړې دا کار کوي، د ملکیانو وژل بشري جنایت دی، زموږ غوښتنه دا ده چې د دغه ډول جنایتونو نه د جګړې ټول اړخونه لاس واخلي، څو زموږ ولس په ارامه ژوند وکړي."

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل

ښاغلی تسل وايي، دا مرګ ژوبله تر ډېره د وسله‌والو طالبانو د بمي چاودنو او افغان ځواکونو د هوايي حملو او شپنیوعملیاتو له امله رامنځته شوي دي.

میدان وردګ د چغتو اوسېدونکی مسیح الرحمن چې ۳۸ کاله عمر لري وايي، څو میاشتې وړاندې يې افغان او بهرنیو ځواکونو په کورهوايي حمله وکړه چې په‌کې د ده د کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول.

دی وايي:"زما ټوله کورنۍ چې یوه مې مېرمن وه، څلور مې لوڼې وې، درې مې زامن وو او څلور مې د دوه کاکاګانو لوڼې وې چې زموږ کورته راغلې وې چې زما مېرمن ونه ویریږي، ځکه هېڅ نارینه زموږ کور کې نه‌وو، نو د دغه هوايي بمبارد له امله دوی هم شهیدانې شوې او کور مو ټول له منځه لاړو."

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د مسیح الرحمن د دغه ادعا په اړه د افغانستان د دفاع وزارت نظر هم واخلي، خو د دې وزارت ویاند له ژمنې سره هم خبرو ته حاضر نه‌شو.

د میدان وردګ د چغتو اوسېدونکی مسیح الرحمن ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال
د میدان وردګ د چغتو اوسېدونکی مسیح الرحمن ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

مسیح الرحمن وايي، له دې پېښې وروسته کابل ته لاړ او د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون ترڅنګ يې ګڼو نړیوالو ادارو ته خپل درد ورساوه، خو د ده په خبره لاهم په لېرو پرتو سیمو د ملکي مرګ ژوبلې لړۍ روانه ده.

تازه د میدان ورګ په مرکز او د بغلان په ډنډ شهاب الدین کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو او شپنیوعملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې وړاندې په غزني او کابل کې د وسله‌والو طالبانو د موټربم حملو له امله د ښوونځیو د لسګونه ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ولسي وګړي مړه او ټپيان شول.

د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه په‌داسې حال کې اندېښنې زیاتېږي چې د افغانستان د روانې جګړې د حل لپاره له وسله‌والو طالبانو سره د سولې پر موافقې د سلا کېدو هڅې چټکې شوي دي.

د کندز په یوه حمله کې د وژل شویو ملکیانو خولۍ او پکولونه
د کندز په یوه حمله کې د وژل شویو ملکیانو خولۍ او پکولونه

د افغانستان حکومت او امريکايي چارواکو تمه ښودلې چې د سېپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې به د سولې يوه موافقه وشي، خو د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د سولې خبرې روانې دي، خو د ملکي تلفاتو د مخنیوي اراده موجوده نه ده.

د دې کمیسیون کمېشنر موسی محمدي ازادي راډيو ته وویل: "د سولې لپاره خبرې او هڅې روانې دي، خو په ښارونو، سیمو او کلیو کې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي اراده موجوده نه‌ده، ، موږ هیله‌مند یو چې دا دوه موضوع‌ګانې د یو بل ترڅنګ یوځای مخ ته لاړې شې او موږ د تاوتریخوالي د کچې د راکمېدو او بالاخره د اوربند شاهدان واوسو او نورهېڅ ملکي تلفات ونه‌لرو."

دی غوښتنه کوي چې د جګړې ښکېل اړخونه دې نړیوالو کنوانسیونونو او اعلامیو ته پاملرنه وکړي او د ملکي مرګ ژوبلې مخه دې ونیسي.

XS
SM
MD
LG