د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

پاکستان کې د اور‌ګاډي ټکر او د بس د اوښتو پېښې ۲۴ کسان وژلي


پاکستان کې د اور ګاډو ټکر، ۱۱ تنه وژلي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:45 0:00

پاکستان کې د اور ګاډو ټکر، ۱۱ تنه وژلي

د پاکستان له پنجاب ایالت د مرکز لاهور نه کوټې ته تلونکی اورګاډی د پنجاب په رحیم یار خان سیمه کې له یوه بل ریل ګاډي سره ټکر کړی چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۱مسافر مړه او ۳۵ ټپیان شوي دي.

د پنجاب چارواکي وايي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ سهار د رحیم یار خان په صادق اباد سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې له لاهوره کوټې ته تلونکی ریل ګاډی "اکبر اېکسپرېس" په رحیم يار خان کې پر پټلۍ بل ولاړ مال ګاډي سره ټکر شوی دی.

د رحیم يار خان د ولسوالۍ د پوليس مشر «ډي پي او» سلامت خان له رسنیو سره په خبرو کې په‌دغه پېښه کې د ۱۰ کسانو د مړينې پخلی کړی او په خبره یې: "داسې ښکاري چې په ټکر شوي اورګاډي کې اوس هم لا ځينې مسافر دننه بند پاتې دي."

پوليس افسر ويلي، په پېښه کې ژوبل مسافر د درملنې لپاره د د رحيم يار خان او صادق اباد روغتونونو ته وړل شوي.

روغتیايي چارواکو د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت مرګوني بولي چې له امله یې ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د پاکستان د رېلوې وزير شېخ رشيد احمد د ریل ګاډو په ټکر خواشینې ښودلې، پېښه یې د انساني بۍ غورۍ له امله بللې او ټینګار یې کړی چې په پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته وسپاري.

  • د سوات نه لاهور ته د روان بس د تېز رفتارۍ له امله اوښتی

له بلې‌خوا بیا د خېبر پښتونخوا له سوات نه لاهور ته په لار د مسافرو بس د پر موټر اوښتی چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه او ګڼ شمېر ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ياده پېښه پر موټرـ وې اټک ته نږدې په براهمه بهتر سیمه کې رامنځته شوې ده.

ویل شوي په دغه بس کې کې ۵۹ مسافر سپاره وو.

ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د پېښې ټپیان یې درملنې لپاره د ټیکسلا روغتون ته لېږدولي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د پنچاب په رحیم یار خان کې د اورګاډي د ټکر په پېښه خواشیني او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG