د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: افغانستان له سختو اقلیمي ګواښونو سره مخ دی


ارشیف، د کابل د ککړې هوا یو انځور
ارشیف، د کابل د ککړې هوا یو انځور

افغانستان د نړۍ یو له هغو لسو هېوادونو دی چې له جدي اقلیمي ګواښ سره مخ دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي ستونزې د هواري لپاره په لومړي ځل د زرغون اقلیم له نړیوال صندوقه بودجه تر لاسه کړه.

د دغې ادارې مرستیال ادریس ملیار د سې شنبې په ورځ په همدې تړاو د ناستې په څنډه کې رسنیو ته وویل چې افغانستان له سختو اقلیمي ګواښونو سره مخ دی چې باید په دې برخه کې جدي کار وشي.

په کابل کې د هوا د ککړوالي یو انځور
په کابل کې د هوا د ککړوالي یو انځور

ده وویل: کوم مطالعات چې شوي، ښيي چې افغانستان د نړۍ له اقلیمه د زیانمنو په لسو هېوادونو کې دی، که چېرې په دې برخه کې لازم کار ونشي، په سېلابونو او وچکالیو به زموږ د هېواد زیان زیات شي، تر دې وړاندې په لسو کلونو کې به یو ځل وچکالي راتله، خو اوس هر دوه یا درې کاله وروسته راځي، نو د یو دولت او حکومت په حیث موږ هڅه کوو چې ورته چمتوالی ونیسو.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له یو شمېر نړیوالو ادارو سره په ګډه هڅې پیل کړي چې د افغانستان د اقلیمي ګواښونو لپاره چمتوالی ونیسي.

دغې ادارې په لومړي ځل د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اقلیمي زرغون نړیوال صندوق له لوري د چاپېریال ساتنې د پیاوړتیا په هدف بودجه هم تر لاسه کړه.

مرسته شوې پیسې به د هوا، د اوبو د پاکوالي، انرژۍ تولید او په هر هغه ځای کې مصرفېږي چې د هوا له پاکوالي سره مرسته وکړي او د ککړتیا مخه یې ونیسي.

د چاپېریال ستاتنې اداره وايي، په ټوله کې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې افغانستان د اقلیمي ستونزو د بشپړ هواري لپاره ۱۷.۴ مېلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.

په حمامونو او د خښتو په بټیو کې کې ناوړه سونګ توکي کارول، له بې کیفیته تېلو کار اخیستل، له زړو او وخت تېرو موټرو استفاده، له اوبو ناوړه ګټه اخیستل، په ښارونو کې زیات نفوس او نور بېلابېل موارد هغه څه دي چې د افغانستان ته یې زیاتې اقلیمي ستونزې پېښې کړي دي.

په کابل کې د خښتو د یوې پټۍ د لوګیو انځور
په کابل کې د خښتو د یوې پټۍ د لوګیو انځور

د اقلیمي رزغون نړیوال صندوق له لوري له اقلیمه د زیانمنو بېلابېلو هېوادونو سره مرسته کېږي چې په دغو هېوادونو کې یادې ستونزې راکمې کړي او د راتلونکو اټکلي ګواښونو لپاره چمتوالی ونیول شي.

د یادونې ده چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه د اقلیمي ستونزو د هواري په برخه کې د یوې ځانګړې بودجې او پلان له مخې کار کوي، خو افغانستان دا هڅې اوس تازه پیل کړي دي.

له دې سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان استازي د دغې غونډې په ترڅ کې وویل چې له دې وروسته به په افغانستان کې د بېلابېلو ادارو او وزارتونو په همکارۍ سلګونه زره ډالره د اقلیمي ستونزو او چاپېریال ساتنې په برخه کې مصرفېږي.

راجندرا اریال وايي، افغانستان په دې برخه کې لومړۍ تقویتي پروژه اوس تر لاسه کړه.

ده وویل: دا لومړنۍ پروژه ده چې کولای شي، موږ د نورو بودجو د ترلاسه کولو په برخه کې پیاوړي کړي، افغانستان له تېرو څو کلونو راپدېخوا له سختو اقلیمي ستونزو سره مخ دی، همداراز دا پروژه موږ پیاوړي کوي چې د راتلونکو احتمالي ګواښونو لپاره چمتووالی ولرو، موږ دغې برخې ته پراختیا ورکوو، تر څو د دغه هېواد اقلیمي وضعیت یو څه را سم کړو.

ښاغلي اریال دا هم وویل چې د چاپېریال ساتنې په هدف د ګڼو نورو چارو تر څنګ ژر به د کابل ښار پر سیند هم کار وشي، تر څو د ده په خبره، د دغه سیند له شااوخوا مېشتو خلکو سره د اقلیم د بدلون او چاپېریالي ستونزو لپاره له وړاندې چمتووالی ونیسي.

XS
SM
MD
LG