د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

پوهنې وزارت د زده‌کوونکو د خوندیتوب پر یوه مېکانيزم کار پیل کړی


ارشیف، یو تن افغان زده‌کوونکی
ارشیف، یو تن افغان زده‌کوونکی

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په کابل او غزني کې په وروستیو خونړیو بریدونو کې زده‌کوونکو ته د تلفاتو تر اوښتو وروسته اوس د دوی د خوندیتوب په هدف پر یو مېکانیزم کار کوي.

د دغه وزارت ویاندې نوریې نزهت نجرابي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۷» په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، هېڅ بنسټ هم په دې برخه کې پړ نه‌دی، خو د امنیت د خوندیتوب لپاره باید لا جدي کار وشي.

په غزني کې د یوه ښوونځي انځور چې د تېرې ورځې په موټربم چاودنه کې ورته زیان اوښتی
په غزني کې د یوه ښوونځي انځور چې د تېرې ورځې په موټربم چاودنه کې ورته زیان اوښتی

دا وایي: "زه فکر نه‌کوم چې په دې برخه کې کوم بنسټ پړ وي، ځکه هره اداره چې په یو ځای کې جوړه شوې وي، که هغه ښوونځی وي یا کوم امنیتي بنسټ، نو د خلکو د اړتیا د رفع کولو له امله جوړېږي، خو موږ هڅه کوو چې په یوه داسې مېکانیزم کار وکړو چې له دغه‌شان ستونزو خلاص شو."

د پوهنې وزارت دا خبرې وروسته له هغې کوي چې تېره ورځ په غزني او تر هغې مخکې په کابل کې په امنیتي پېښو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډېری یې د ښوونځيو زده‌کوونکي وو.

د غزني ولایت د سیمه‌ییزو مسؤلینو په خبره، په پرونۍ پېښه کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۸۷ کسان ټپیان شوي دي چې ۵۰ سلنه‌یې د ښوونځيو زده‌کوونکي وو.

دغه‌شان تر دې وړاندې د کابل پل محمود خان سیمې ته څېرمه په موټربم چاودنه کې د (عزیر او ستاره) ښوونځيو ۵۱ زده‌کوونکي ټپیان شوي او یوه زده‌کوونکې هم ووژل شوه چې ستر لامل‌یې پوځي تأسیساتو ته د دغو ښوونځيو نږدېوالی بلل شوی.

په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي د ټولګي یو انځور
په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي د ټولګي یو انځور

​په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د افغانانو دښمانان هېڅ ډول اصول په پام کې نه‌ساتي او جګړه پر مخ بیایي چې ډېر کله ملکیانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد زبیر عارف ازادي راډيو ته وویل، دوی نه‌یوازې د ښوونځیو، بلکې د ټولو خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي پلانونه لري.

ده وویل: "زموږ اساسي او اصلي دنده د خلکو ساتنه ده، موږ په دې مسئله کې ځان ژمن بولو، خو تر دې وروسته به حتماً موږ په دې برخه کې هم پاملرنه کوو چې څنګه کېدای شي د ټولو هېوادوالو ترڅنګ د ښوونځيو زده‌کوونکو ته هم ډاډمن امنیت راولو."

ښاغلی عارف دا هم وایي چې له پوهنیزو بنسټونو سره به په ګډه په دې کار وکړي چې هم دې د زده‌کوونکو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي او هم دې پوځي تأسیسات خپله مربوطه سیمه کې د عامو خلکو امنیت خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG