د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

اروپايي ټولنه: منځنۍ اسیا دې د بشري حقونو په برخه کې ښه‌والی راولي


د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني

اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه دې د بشري حقونو، ازادیو او ډموکراتیکو او سیاسي اصلاحاتو ته پام وکړي.

د منځنۍ اسیا ځیني هېوادونه په‌دې تر انتقاد لاندې دي چې ویل کېږي اوسېدونکي یې له پوره بشري حقونو برخه‌من نه‌دي او وخت ناوخته له زور زیاتي سره مخ کېږي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني پرون په قرغزستان کې له ازادي راډیو سره خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د بشري حقونو په برخه کې ښه‌والی راولي.

هغې ویلي، د بشري حقونو او ازادیو تأمین او اصلاحات به په منځنۍ اسیا کې د بهرنیو پانګونو د جلبېدو چانس زیات کړي.

موګرېني ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه تل په‌دې مواردو کې د اصلاحاتو غوښتنې مطرح کوي: "هغوی ښايي ټول هغه شیان چې موږ یې مطرح کوو خوښ نه‌کړي، په خاصه توګه د بشري حقونو موضوع او د قانون حاکمیت. ځیني وخت ممکن دغسې هېوادونو ته چې د انتقال په دوره کې دي دا مسایل سخته تمام شي، خو بیا هم پوهېږي او زه فکر کوم چې هغوی دا حقیقت هم ستایي چې موږ شفافه، ازاده او د باور وړ یو او همکاري کوو."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فدریکا موګرېني د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فدریکا موګرېني د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره

موګرېني دا هم وویل چې په سیمه کې د اصلاحاتو عملي کېدل یوه اوږده او کله ناکله دردوونکې پروسه ده.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره په اصل کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځکه تللې وه چې هلته د اروپايي ټولنې د یوې دایمي استازولۍ پراخه شوې څانګه پرانیزي.

موګرېني ویلي، منځنۍ اسیا باید د نورو قدرتونو اروپا، متحده ایالاتو، روسیې او چین همکارۍ ته ازاده وي.

موګرېني د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د اروپا-منځنۍ اسیا د مجمعې په غونډه کې تر ګډون وروسته له ازادي راډیو سره خبرې کړي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره داسې وخت تللې وه چې هلته د دې سیمې په هر یوه هېواد کې ځان ځان ته لانجې روانې دي.

په ترکمنستان کې سیاسي بندیان، په قزاقستان کې د مظاهره‌چیانو ځپنه او د قرغزستان سیاسي جنګونه هغه مسایل دي چې تر ډېره د موګرېني د سفر پر مهال مطرح شوي.

په ترکمنستان کې چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کنټرول شوی هېواد بلل کېږي د سیاسي بندیانو او د بشري حقونو د ناسم وضعیت په اړه شکایتونه شوي.

د بشري حقونو فعالانو له موګرېني غوښتي و چې د منځنۍ اسیا هېوادونو چارواکي د بشري حقونو د وضعیت ښه‌والي ته وهڅوي.

د بشري حقونو د څار سازمان یوې مرستیالې ریچیل دِنبِر پر فدریکا موګرېني غږ کړی چې ترکمن چارواکو ته دې ووايي چې اروپايي ټولنه به د رښتینو بشري حقونو د تأمین په خاطر هېڅ هڅه ونه‌سپموي.

د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې ازبکستان په‌دې وروستیو څو کلونو کې د یو شمېر سیاسي بندیانو په خوشې کولو او د ځینو ازادیو په منلو د اصلاحاتو هڅې هم کړي چې ستاینه‌یې شوې ده.

XS
SM
MD
LG