د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸
په غزنې کې د موټر بم په چاونه کې د ټپیانو عکس

روغتيا وزارت: غزني کې موټر بم چاودنې ١٢ تنه وژلي او ١٧٩ تنه یې ټپیان کړي

د افغانستان روغتيا وزارت وايي، په غزني کې د وژل شويو شمېر ١٢ او د ټپيانو ١٧٩ تنو ته رسېدلى دى.

د غزني ولايت چارواکي پېښه د ملي امنيت پر يوه ماموريت موټربم حمله وه.

د والي وياند محمد عارف نوري رسنيو ته په لېږلي ويډيويي پيغام کې د مړو او ټپيانو شمېر کم ښوولى دى:

دی وايي: "د هېواد دښمنانو د غزني په شامير سيمه کې د ملي امنيت شپږمې حوزې ته څېرمه د ټونس موټر په مټ موټربم حمله وکړه چې په نتيجه کې يې ٢ امنيتي منسوبين وژل شوي او ٩ تنه ټپيان دي. ٤ ملکيان هم شهيدان شوي او ٧٨ تنه ټپيان شوي چې په سلو کې ٥٠ ټپيان د ښوونځيو زده‌کوونکي، نور يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکيان دي."

خو د روغتيا وزارت وياند وحيد مايار په ټويټر کې ليکلي چې په پېښه کې ١٢ تنه وژل شوي او ١٧٩ تنه ټپيان دي چې اکثريت يې د ماشومانو په ګډون ملکيان دي.

وسله‌والو طالبانو د دې حملې مسووليت منلى دى.

دغه افراطي ډله سره له دې چې په قطر کې له امريکايي پلاوي سره په خبرو بوخته ده، په افغانستان کې يې خونړۍ حملې لا هم دوام لري.

د غزني ښار په مرکز کې د لومړني حوزه په مربوطاتو د ملي امنیت په یوه کنډک نن یکشنبه سهار څه باندې ۸ بجې د موټر بم چاودنه شوې.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي ته وویل، په‌دې برید کې یو تن وژل شوی او له ۲۰ زیات ټپیان دي.

دی وايي، د ملي امنیت د کارکوونکو ترڅنګ د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د کنډک د ودانۍ ترڅنګ شاوخوا کورونو ته هم زیانمن شوي دي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه نه‌ده منلې.

د غزني ښار په مرکز کې د لومړني حوزه په مربوطاتو د ملي امنیت په یوه کنډک نن یکشنبه سهار څه باندې ۸ بجې د موټر بم چاودنه شوې.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي ته وویل، په‌دې برید کې ۱۲تنه وژل شوي چې په هغه کې ۸ تنه د ملي امنیت منسوبین دي او ۴ تنه ملکیان دي.

دی وايي په دې پېښه کې تر ۵۰ زیات کسان ټپیان دي چې ډیری یې ولسي وګړي دي. دی زیاتوي چې ښايي په دغه تلفاتو کې ډېروالی راشي.

نوري زیاتوي چې د ملي امنیت د کارکوونکو ترڅنګ د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د کنډک د ودانۍ ترڅنګ شاوخوا کورونه ته هم زیانمن شوي دي.

وسله والو طالبانو د پېښې پړه منلې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وایي چې د غزني په نننۍ موټربم چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپیان دي.

دغه موټر بم برید نن یکشنبه سهار څه باندې ۸ بجې د غزني ښار په مرکز کې د لومړنۍ حوزې په مربوطاتو کې د ملي امنیت پر یوه کنډک شوی دی.

د دې برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د افغانستان روغتيا وزارت وايي، په غزني کې د وژل شويو شمېر ١٢ او د ټپيانو ١٧٩ تنو ته رسېدلى دى.

د غزني ولايت چارواکي پېښه د ملي امنيت پر يوه ماموريت موټربم حمله وه.

د والي وياند محمد عارف نوري رسنيو ته په لېږلي ويډيويي پيغام کې د مړو او ټپيانو شمېر کم ښوولى دى:

دی وايي: "د هېواد دښمنانو د غزني په شامير سيمه کې د ملي امنيت شپږمې حوزې ته څېرمه د ټونس موټر په مټ موټربم حمله وکړه چې په نتيجه کې يې ٢ امنيتي منسوبين وژل شوي او ٩ تنه ټپيان دي. ٤ ملکيان هم شهيدان شوي او ٧٨ تنه ټپيان شوي چې په سلو کې ٥٠ ټپيان د ښوونځيو زده‌کوونکي، نور يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکيان دي."

خو د روغتيا وزارت وياند وحيد مايار په ټويټر کې ليکلي چې په پېښه کې ١٢ تنه وژل شوي او ١٧٩ تنه ټپيان دي چې اکثريت يې د ماشومانو په ګډون ملکيان دي.

وسله‌والو طالبانو د دې حملې مسووليت منلى دى.

دغه افراطي ډله سره له دې چې په قطر کې له امريکايي پلاوي سره په خبرو بوخته ده، په افغانستان کې يې خونړۍ حملې لا هم دوام لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG