د غزني چارواکي وايي، د ملي امنيت پر يوه ماموريت د نن سهار په موټربم حمله کې د وژل شويو شمېر ٦ او د ټپيانو ١٧٧ ته رسېدلى دى.
د والي وياند محمد عارف نوري نن ماسپښين په يوه صوتي پيغام کې وويل، په ټپيانو کې زياتره د ښوونځي ماشومان شامل دي.
ده وویل: ټولټال ٦ تنه شهيدان شوي چې ٢ تنه يې امنيتي سرتېري او ٤ تنه امنيتي کسان دي، دغه راز ١٧٧ تنه ټپيان شوي چې ٩ تنه يې امنيتي سرتېري دي، ډېرى ټپيان د يوه ښوونځي زده کوونکي دي.
بل خوا د روغتيا وزارت وياند وحيد مايار په ټوېټر کې ليکلي چې په پېښه کې ١٢ تنه وژل شوي او ١٧٩ تنه ټپيان دي چې اکثريت يې د ماشومانو په ګډون ملکيان دي.
وسله والو طالبانو د دې حملې مسؤليت منلى دى.
د والي وياند وايي، په حمله کې ٦٠ کورونه او ٤ مارکېټونه هم ډېر زيانمن شوي دي.
دغه افراطي ډله سره له دې چې په قطر کې له امريکايي هيئت سره په خبرو بوخته ده، په افغانستان کې يې خونړۍ حملې لا هم دوام لري.