د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د نړۍ ځواکمنو هېوادونو د اټمي تړون په اړه ايران ته خبردارى ورکړ


د ایران بیرغ
د ایران بیرغ

د نړۍ ځواکمنو هېوادونو په ويانا کې په خپله غونډه کې ايران ته خبردارى ورکړ چې د اټمي موافقې شرايطو ته ژمن پاتې شي.

د بريتانيا، جرمني، چين، روسيې او فرانسې استازو پرون د ايران له استازي سره په ويانا کې وکتل.

دوى د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون د شرايطو پر تطبيق بحث وکړ چې د ايران د يورانيمو غني کول او ذخيره کول محدودوي.

د دغو شرايطو له مخې د ځينو نړيوالو بنديزونو د لېرې کېدو په بدل کې د ايران اټمي ظرفيتونه محدود کړاى شوي وو.

د نړۍ دغو ځواکمنو هېوادونو په خپله غونډه کې ايران ته خبردارى ورکړ چې د اټمي موافقې شرايطو ته ژمن پاتې شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت معين عباس عراقچي پرون په ويانا کې تر غونډې وروسته خبريالانو ته په خبرو کې وويل، پرونۍ غونډه مثبته وه، خو کافي نه وه.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت معين عباس عراقچي
د ايران د بهرنيو چارو وزارت معين عباس عراقچي

ده وویل: موږ د ګډ کمېسيون اوږده غونډه درلوده چې تر درېيو ساعتونو زيات يې دوام وکړ، په ټوله کې زه په دې باور يم چې يوه مثبته او رغوونکې غونډه وه، مخکنيو غونډو ته په پام سره ويلاى شم چې دا يو بل ګام و، خو لا هم کفايت نه کوي، لا هم د ايران توقعات نه پوره کوي.

د نړۍ ځواکمن هېوادونه ايران ته دا خبردارى په داسې حال کې ورکوي چې د ايران لپاره د امريکا ځانګړي استازي براين هوک پرون وويل چې واشنګټن به د تهران په وړاندې خپل دريځ دغسې شديد وساتي.

براين هوک پرون په لندن کې يوه کنفرانس ته وويل، که د ايران له خوا هره حمله کېږي، په پوځي قوت به ځواب ورکړل شي.

ده زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې د ايران په وړاندې له زغمه کار واخلو، موږ دغه راز ځان په داسې موقف کې نيسو چې که د ايران له خوا راباندې بريد وشي، موږ يې په پوځي قوت ځواب ورکړاى شو، که راباندې حمله وشي، موږ به داسې وکړو، موږ په سيمه کې د ايران ګواښونو ته ځواب ويلى او دغه استخباراتي معلومات مو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له ګڼو خلکو سره شريک کړي، موږ په شدت سره دفاعي حالت خپل کړى دى، خو فکر کوو چې د زغم د بېرته اعادې لپاره هڅه کوو.

د ايران لپاره د امريکا ځانګړی استازی براين هوک
د ايران لپاره د امريکا ځانګړی استازی براين هوک

​ايران په وروستيو کې ويلي چې نور ځان د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون د ټولو شرايطو په رعايتونو مکلف نه ګڼي.

ايران ويلي چې نږدې دى چې د خپلو غني شويو يورانيمو اندازه تر ٣٠٠ کيلوګرامو واړوي، دا هغه اندازه ده چې د اټمي تړون له خوا ورته حد ټاکل شوى و.

وروسته له هغې چې د امريکا متحده ايالتونه له اټمي تړونه د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ، د دواړو لوريو ترمنځ کړکېچ اوج ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG