د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

اوسېدونکي: غزني کې به داسې اداره پیدا نه‌کړې چې هلته فساد نه‌‌وي


عکس د غزني ښار یوه څنډه ده چې په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب‌الرحمن تأثیر اخیستی دی.
عکس د غزني ښار یوه څنډه ده چې په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب‌الرحمن تأثیر اخیستی دی.

د غزني ولایت اوسېدونکي په دولتي ادارو کې له روان اداري فساد څخه سر ټکوي.

دوی وايي، داسې اداره به پیدا نه‌کړې چې هلته دې فساد نه‌وي، دوو تنو اوسېدونکو میرویس ازادي راډیو ته وویل: "د غزني په ټولو دولتي ادارو کې فساد زیات دی، که دغه فساد همداسې دوام ولري د دولت او خلکو ترمنځ واټن زیاتېږي، دولت دې يې مخنیوی وکړي."

خو د غزني محلي چارواکي بیا وايي، د دغه کار د مخنیوي لپاره‌یې هڅې پیل کړې دي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۰۶» په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې تر راتګ مخکې یې په غزني کې اداري فساد زیات وو، خو اوس کم شوی دی.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی
د غزني والي وحیدالله کلیمزی

دی زیاتوي: "زه نه‌وايم چې فساد سل په سلو کې ختم شوی، خو بیا هم تغییر، کمبود او بهبود په‌کې راغلی، د نور کنټرول لپاره موږ له عدلي او قضايي ارګانونو او کشفي ادارو سره ګډ کارو کوو، تاسو ولیدل موږ په تېر کې ډېری لوړپوړي چارواکي د قانون منګولو ته وسپارل، هغوی چې په فساد کې یې لاس درلود، ځینې یې له وظیفو څخه ګوښه شول او نور به هم موږ د فساد په وړاندې مبارزه کوو."

بل لور ته بیا د غزني مدني فغالان د چارواکو دغه خبره سمه نه‌ګڼي چې ګویا اداري فساد دې کم شوی وي.

د سیف‌الله په نوم یو تن ازادي راډیو ته وویل: "په دولتي ادارو کې فساد کومه نوې خبر نه، بلکې هره ورځ ادارو ته تلونکي کسان له دغه کار سره مخ کېږي، ترڅو چې دغه کسان په سزا نه‌وي رسېدلي د فساد هېڅ مخنیوی نه‌کېږي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د غزني ۱۳ ولسوالۍ په ټوله‌ییزه توګه له کاره لوېدلې دي او ډېری اوسېدونکي یې د ولسوالیو پر ځای خپل دولتي او دفتر کارونه د غزني په مرکز کې خلاصوي، خو ويل کېږي چې دلته د دغه کلیوالي خلکو ټول کارونه د بډو او فساد به بدل کې ورته خلاصوي.

XS
SM
MD
LG