د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

کورنیو چارو وزارت: د فوټبال د فدراسیون د پخواني رئیس د نیولو هڅې چټکې شوي


د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم

که څه هم د عدلي او قضايي ارګانونو له‌خوا، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د پخواني رئیس کرام الدین کریم د نیول کېدو له حکم نه نېږدې یوه میاشت تیریږي، خو دی تراوسه پورې هم نه‌دی نیول شوی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کرام الدین د نیولو لپاره د دغه وزارت هڅې تېزې شوي دي.

دی وايي: "په‌دې برخه کې د لوېې څارنوالۍ له‌خوا یو مکتوب، کورنیو چارو وزارت ته رسېدلی، موږ خپلو اړوندو څانګو ته جدي سپارښتنې کړي چې د هېواد د نافذه قوانینو پر بنسټ په‌دغه برخه کې جدي قانوني چلند ترسره کړي."

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي

شاوخوا میاشت مخ کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني رئیس کرام الدین کریم، د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو د تورونو له امله، د ګمارل شوي پلاوي له‌خوا، کورنیو چارو وزارت ته د ده د نیولو حکم لېږل شوی و.

بل‌خوا د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا هم کرام الدین کریم، د تل لپاره په ملي او نړیواله کچه، د فوټبال له فعالیتونو منع کړی دی.

د فیفا د اخلاقي کمېټې قضايي برخې د جون په اتمه ښاغلي کریم، له صلاحیتونو نه په ناوړه ګټه اخېستنې او د فوټبال د ښځینه لوبغاړو پر جنسي ځورونو ګرم بللی او د یو میلیون نغدو امریکايي ډالرو پر ورکړه یې جریمه کړ.

په ورته وخت کې د حقوقي چاروپوهان وايي، د عدلي او قضايي ارګانونو له‌خوا د یوه کس د نیولو له حکم وروسته، د کورنیو وزارت باید پرته له ځنډه، تورن کس ونیسي.

افغان کارپوه کبیر رنجبر
افغان کارپوه کبیر رنجبر

کبیر رنجبر په‌‌دې اړه ازادي رادیو ته وویل: "کله چې یو حکم صادریږي، باید پرته له ځنډه پلی شي، خو که نه پلي کېږي، حتماً یو دلیل لري، یا منطقي دلیل چې د منلو وړ دی. یا د فساد مسئله ده، یا دا چې شخص ځانګړي ادرس معلوم نه‌دی، په‌دې صورت کې یو معقول عذر دی او که دغه معقول عذر او دلایل نه‌وي، معذرت نه قبلېږي او مسئله د قانون نقض دی."

ځینې عام خلک په‌دې هکله انتقاد کوي او وايي، دا یوازینې مورد نه‌دی چې د قانون حکم په خپل وخت نه پلی کېږي بلکې، مخکې له دې هم پر ځینو تورنو زوراکو او چارواکو، قانون نه‌دی پلی شوی.

XS
SM
MD
LG