د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د مشرانو جرګې اداري پلاوی: افغان سیاسیون دې له پاکستان سره قاطع خبرې وکړي


د افغانستان او پاکستان بیرغونه
د افغانستان او پاکستان بیرغونه

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو د غونډې ګډونوال افغان سیاسیون باید له پاکستاني لوري سره د سولې په اړه جدي او قاطع خبرې وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی ټینګار کوي چې په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو په غونډه کې ګډنوال افغان سیاستوال باید له شخصي او ګوندي مسایلو تېر شي او په خپلو خبرو کې ملي ګټې او د سولې مسایل تعقیب کړي.

د دغې جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له پاکستاني لوري څخه باید د سولې په برخه کې د همکاریو د ژمنې ضمانت واخیستل شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي
د افغانستان د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي

ده وویل: هغه افغانان چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی، غوښتنه ورنه کوو چې ټولې ستونزې له شواهدو سره یو ځای له پاکستاني لوري سره جدي او قاطع مطرح کړي، د سولې کیلي له پاکستان سره ده او د حل لپاره یې له پاکستاني اړخه ژمنې واخلي.

د پاکستان د مري په بوربن تفریحي سیمه کې د افغان سولې په تړاو یو ورځنۍ ناسته نن شنبه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمد قریشي په وینا پرانيستل شوه.

دغې غونډې ته یو شمېر افغان سیاستوال او پاکستاني پخواني چارواکي دعوت شوي دي، خو د افغان حکومت او طالب استازي نه دي وربلل شوي.

د بلونکو په لېست کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، ګبلدین حکمتیار، محمد محقق، حنیف اتمر، عطا محمد نور، کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم او یو شمېر نور افغان سیاستوالو نومونه شامل دي.

روېټرز خبري اژانس لیکلي چې په دغه ناسته کې یوازې حامد کرزي، حنیف اتمر او عبدالرشید دوستم ګډون نه دی کړی، نور ټول وبلل شوي او په غونډه کې حاضر وو.

خو په دغه ناسته کې د یادو درېيو کسانو استازو ګډون کړی دی.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عتدال انتخاباتي ټیم په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د سولې او تفاهم په اړه د پاکستان د حکومت د هڅو هرکلی کوي او تمه لرو چې پاکستان د دغه نوښت په دوام د بین الافغاني مستقیمو خبرو زمینه برابره کړي.

د سولې او اعتدال انتخاباتي ټيم مشر محمد حنیف اتمر
د سولې او اعتدال انتخاباتي ټيم مشر محمد حنیف اتمر

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان حکومت نظر هم واخلو، خو ارګ او اجرائیه ریاست په دې اړه له څه ویلو ډده وکړه، خو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ځواب رانه کړ.

دغه شان د سولې عالي شورا هم ونه غوښتل چې په دې اړه څه ووايي.

د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان دغې غونډې ته د شک په سترګه ګوري او بې ګټې یې بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات وايي، د افغان حکومت له استازو پرته دغه غونډه نه یوازې دا چې د سولې لپاره ګټوره نه ده، بلکې په وړاندې یې ستونزې هم جوړولای شي.

دی وایي: له افغان سیاسي ګړیو سره خبرې کول نه یوازې دا چې ګټه او نتیجه نه لري، بلکې یو ډول مداخله هم ده، ځکه د افغان حکومت په دغه غونډه کې هېڅ استازی نشته، افغانستان له پاکستان سره په داسې حالت کې دی چې هر څه ته یې د شک په سترګه کتل کېږي، نه یوازې دا چې دا به مرسته ونه کړي، بلکې په لوی لاس د سولې د پروسې په وړاندې د خنډ جوړولو هڅه ده.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۲۷مه افغان ولسمشر د پاکستان د صدراعظم په بلنه هغه هېواد ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG