د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي چې په پاکستان کې د افغان سولې په اړه ناسته نه یوازې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولای، بلکې په وړاندې یې ستونزې جوړولای شي.
د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات ازادي راډيو ته وویل، دغه غونډه غیر رسمي ده او د افغان حکومت استازي په کې برخه نه لري، نو ځکه یې ګټې هم کمې دي.
له ښاغلي سادات سره رحمت الله افغان مرکه کړې او په سر کې یې د غونډې د اهمیت په اړه ترې پوښتنه کړې.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: