د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

ډونالډ ټرمپ پر ایران پوځي بریدونه تأیید کړي وو، خو بېرته یې لغوه کړل


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ډونالډ ټرمپ پر ایران پوځي بریدونه تأیید کړي وو، خو بېرته یې لغوه کړل.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له خوا د امریکايي بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په ځواب کې پر دې هېواد پوځي بریدونه تأیید کړې وو، خو زیاتوي چې پرون شپه یې په ناڅاپي توګه بېرته لغوه کړل.

د امریکا دا معتبره ورځپاڼه وايي، په سپینه ماڼۍ کې د سختو بحثونو او خبرو وروسته پوځي او ډیپلوماتیکو چارواکو پرون تر ناوخته پورې د دې بریدونو د ترسره کېدو تمه درلوده.

نیویارک ټایمز دا راپور د څو داسې امریکايي چارواکو په حواله ورکړی چې یا یې په دې خبرو کې برخه لرله او یا پرې خبر شوي وو.

ورځپاڼه زیاتوي، په دې خبرو او بحثونو کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي او د کانګرس مشران ښکېل وو.

چارواکو ویلي، ولسمشر ټرمپ په پیل کې د رادار او د توغندیو د بیټریو په شمول پر څو ایراني اهدافو پوځي بریدونه تأیید کړي وو.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا بریدونه د جون د یویشتمې نېټې یعنې نن جمعه له سپیده چاود مخکې پلان شوي وو، څو د ایران د پوځي پرسونل او ولسي خلکو مرګ ژوبله کمه کړای شي.

د امریکا دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ د رسنیو د دغو راپورونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

اخوا د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د پنجشنبې په ورځ ناوخته ویلي چې امریکا پر ایران د برید لېوالتیا نه درلوده او باید ټولې هڅې د وضعیت د ارامولو لپاره متمرکزې شي او تر څنګ یې په سیمه کې د امریکایانو خوندیتوب ډاډمن شي.

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي
د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي

دې وویل: حمله او هر څه چې وو، د ایران له خوا وو، له دې ځایه اوس باید د خپلو متحدانو په نږدې ملګرتیا ډېر هوښیار او په فکر مخته لاړ شو، هر څه چې په وس مو پوره وي، باید د تاوتریخوالي د کمښت لپاره یې وکړو، دا هم باید یقیني کړو چې په سیمه کې زموږ خلک خوندي وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ټرمپ پرون د کاناډا له صدارعظم جسټن تروډو سره په لیدنه کې که څه هم د حملې په اړه څه ونه ویل، خو ویې ویل چې د ایران په قوماندې کې دننه کوم چا لویه تېروتنه کړې.

روېټرز نن د یوه ایراني چارواکي په حواله ویلي چې دوی ته د شپې د امریکا د بریدونو خبرداری او د ټرمپ له خوا د خبرو غوښتنه ور رسېدلې وه.

ایران وايي، پاخه شواهد ورسره شته چې د امریکا بې پيلوټه الوتکه د ایران هوايي حریم ته ورننوتې وه او دوی نسکوره کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي دولتي ټلویزیون ایریب ته ویلي چې د امریکا د ده په خبره د دې سرغړونې په خاطر یې ملګرو ملتونو ته اعتراض کړی دی.

پرون د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو عمومي قوماندان حسین سلامي وویل، د ایران په خاوره د ده په خبره یوه تېري کوونکې امریکايي بې پيلوټه الوتکه نسکوره شوې ده.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو عمومي قوماندان حسین سلامي
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو عمومي قوماندان حسین سلامي

ایران ویلي دا الوتکه د ایران په هوايي حریم کې دننه د هرمزګان ولایت په مبارک غره سیمه کې نسکوره شوې ده.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د هوايي ځواکونو قومندان جنرال جوزیف ګاستلا ویلي چې د دوی بې پيلوټه الوتکه RQ4 Global Hawk د ایران د سواحلو په ۳۴ کیلومترۍ کې د ایران د یوه دافع هوا راکټ په واسطه نسکوره شوې ده.

امریکايي چارواکو ویلي چې د دې بې پیلوټه الوتکې قیمت ۱۶۰ میلیونو ډالرو ته رسېد.

د اوبو نړیوال قوانین ۲۲ کیلومتره د یوه هېواد حریم بولي، تر هغه ور هاخوا نړیوالې اوبو او حریم بلل کیږي.

د ایران د احتمالي ګواښونو د دفاع لپاره متحده ایالتونو په منځني ختیځ په خاصه توګه خلیج سیمه کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړی او یوه لویه طیاره وړونکې بېړۍ یې ور استولې ده.

XS
SM
MD
LG