د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

هندي سرچینه: امریکا هند ته د افغان سولې د هڅو په اړه هېڅ تضمین نه‌دی ورکړی


ارشیف/د امریکا او هند ګډ بیرغونه
ارشیف/د امریکا او هند ګډ بیرغونه

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د هڅو دوام هند اندېښمن کړی دی.

یوې هندۍ سرچینې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۳۰» په ډهلي کې افغان خبریالانو ته وویل، امریکا دوی ته د افغانستان د سولې د هڅو په اړه هېڅ تضمین نه‌دی ورکړی.

د یادې سرچینې په خبره، هند د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه په جریان کې نه‌دی.

دغې هندۍ سرچینې چې نه‌يې غوښتل نوم‌يې واخیستل شي دا هم ویلي چې هند په‌دې هکله خپله اندېښنه او په تېره د پاکستان د رول په تړاو چې هېڅکله‌یې پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی، په بشکېک کې له ولسمشر غني سره مطرح کړې.

دغې سرچینې دا هم ویلي په پام کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په نږدې راتلونکي کې هند ته سفر وکړي چې د دغه هېواد اندېښنه به په‌کې په جدي ډول مطرح شي.

دغې هندۍ سرچینې روښانه نه‌کړه چې په‌دې اړه د هند اندېښنې څه دي او امریکا دې د افغانستان د سولې په تړاو دغه هېواد ته کوم تضمین ورکړي؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ازادي راډیو ته وویل، په‌دې اړه به هغه مهال خبرې وکړي چې هند په رسمي توګه خپل نظر څرګند کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

دا په‌داسې حال کې ده چې امریکا له څه مودې راهیسې د افغانستان د سولې لپاره هڅې تېزې کړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تر اوسه په قطر کې د طالبانو له استازو سره شپږ ځلې لیدلي دي.

تر اوسه دغو خبرو څرګنده نتیجه نه‌ده ورکړې او په پام کې ده چې ښاغلی خلیل‌زاد د اووم ځل لپاره د طالبانو له استازو سره وویني.

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د هڅو په اړه د هند اندېښنه څه ده چې د دغه هېواد یوې باوري سرچینې له افغان خبریالانو سره مطرح کړې؟

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي وايي، هند له هغې سولې نه چې پاکستان په‌کې رول ولري، خطر احساسوي.

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي
د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي

نوموړي زیاته کړه: "هند سیمه کې یو ستر اقتصادي، سیاسي او اټمي ځواک دی، د هند د رول پرته چې سیال‌يې پاکستان دی، د افغانستان هر ډول برخلیک چې ولیکل شي، هند به ورسره موافق نه‌وي. سوله چې د پاکستان د قیادت په ساحه کې او د پاکستان د اشرافو له‌خوا رامنځته شي، د هند ګټې په‌کې ګواښل کېږي."

دغې هندۍ سرچینې چې له افغان خبریالانو سره‌يې خبرې کولې، د ډهلي او اسلام‌اباد د اړیکو په اړه‌یې ویلي چې روان وضعیت او د پاکستان کړنو ته په کتو به د دواړو هېوادونو اړیکې ښې نه‌شي.

له افغان خبریالانو سره یادې سرچینې د چابهار بندر ته هم اشاره وکړه او دې سرچینې د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې پر ایران د امریکا بندیزونو د دغه بندر په کاروبار اغېز کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، لوی شرکتونه له دې وېرې چې امریکا په راتلونکي کې پر چابهار بندر بندیزونه ونه‌لګوي، د دغه بندر په زېربنايي برخو کې له پانګونې ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG