د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر: تر بل هر وخت اوس سولې ته شرایط برابر دي


په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر نیکلاس کي د ازادي رآډیو د خبریال اصیل ځاځي پوښتنې ځوابوي
په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر نیکلاس کي د ازادي رآډیو د خبریال اصیل ځاځي پوښتنې ځوابوي

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر وایي، تر بل هر وخت اوس دې ته شرایط برابر دي چې جنګ ختم او په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

د ناټو ملکي سفیر نیکلاس کي د غبرګولوي په ۲۸مه په ګردېز کې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "دغه یې وخت دی چې موږ جګړې ته د پای ټکی کېږدو، طالبان د خبرو اترو مېز ته راشي، خبرې اترې وکړي او په سیاسي ډول خپلې ستونزې حل کړي."

ښاغلی کي وایي، په افغانستان کې د سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ په شپږو پړاونو کې د تر سره شویو خبرو او لاسته راوړنو ته په کتو تمه کیږي چې په راتلونکي دور کې به د سولې دا خبرې ښې پایلې ولري.

نیکلاس کي زیاته کړه: "زه ډېر امیدوار یم دا چې د مذاکراتو شپږ مرحلې تېرې شوې دا امیدواره کوونکي دي او زه امیدوار یم چې مذاکرات به نه اوږېږي، مذاکرات به روان وي او دا به ضرور پایلې هم ولري."

ښاغلي کي د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوس په افغانستان کې له یوې خوا د سولې خبرې او له بله پلوه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره هلې ځلې روانې دي، په‌دې حساسو شرایطو کې د افغانستان په اړوند د پاکستان په سیاسي، اقتصادي او پوځي دریځ کې څه بدلون وینئ؟

نوموړي وویل: "دوه اوونۍ مخکې ما پاکستان ته سفر درلود، هلته مې ولیدل چې د خلکو او سیاسیونو علاقمندي د افغانستان د سولې د پروسې لپاره ډېره وه، مهمه دا ده چې د افغانستان او پاکستان رهبري د یو مشترک لید لوري درلودونکی وي، د افغانستان د سولې په اړوند، دوی بیا کولای شي چې د دغه لید لوري څخه د افغانستان او پاکستان د اقتصادي پیاوړتیا له‌پاره ګټه واخلي."

نیکلاس کي وړاندې وویل، دا باید ووایم چې د افغانانو لپاره، د پاکستان د خلکو او هم د نړیوالو همکارو لپاره اوس یوازې کلمات او الفاظ بسنه نه‌کوي، اړینه ده چې عملي ګامونه پورته شي او خلک په عمل کې د پرمختګ علایم وګوري او دا یقیني کړي چې دلته یو ښه لیدلوری موجود دی.

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر نیکلاس کي په ګردېز کې د بهرنیو ځواکونو په قرارګاه کې د دې ولایت له رهبري، د افغان ملي امنیتي ځواکونو له مسؤلینو، قومي مشرانو، د مدني تولنې استازو او ځوانانو سره جلاجلا توګه لیدنې ترسره کړي او په ترڅ کې یې د ښاغلي کي په خبره چې د سولې په تأمین یې د یادو اقشارو پر رول ورسره خبرې کړي او له هغوی يې یو پیغام تر لاسه کړ چې سولې ته رسېدل دي او سوله باید راشي.

XS
SM
MD
LG