د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

چارواکي: ۲ کلونو کې له پاکستان او ايرانه کندهار ته ۳۸۲۷ کورنۍ راغلي


افغان کډوال
افغان کډوال

د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد ناياب وایي، هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو د ورتلونکو کورنیو شمېر کې زياتوالی راغلی او دوی هڅه کوي چې د سرپناه په ګډون د زده‌کړو او کار زمينه هم ورته برابره کړي.

ښاغلي نایاب زیاته کړه: "موږ ټول هغه اساسي حقونه چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره‌يې د افغانستان حکومت په نظر کې لري اماده یو چې چمتو يې کړو او په‌دې برخه کې مو هڅې روانې دي، د دوی اسناد اخیستل شوي."

ناياب همداراز وایي چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي چارې تمامې شوي او په دامان ولسوالۍ کې بيا د مهاجرينو لپاره د يو بل ښارګوټي د سروې چارې پېلېدونکې دي.

۶۰ کلن کريم الله هغه کډوال چې له پاکستانه د خپلې کورنۍ سره یوځای هېواد ته راستون شوی
۶۰ کلن کريم الله هغه کډوال چې له پاکستانه د خپلې کورنۍ سره یوځای هېواد ته راستون شوی

دا په‌داسې حال کې ده چې یو شمېر راستانه شوي کډوال د سرپناه له نه‌لرلو شکایت کوي.

۶۰ کلن کريم‌الله هغه کډوال دی چې دوه کاله وړاندې له پاکستانه د خپلې کورنۍ سره یوځای هېواد ته راستون شوی او دا مهال د کندهار په کرز سيمه کې په یوه کرايي کور کې له ستونزو ډک ژوند تېروي.

نوموړی وایي، پاکستان‌يې پرېښود، خو دلته د ورکړو هيلو سره سره‌يې دولت لاس‌نيوی نه‌دی کړی: "موږ ته ویل شوي و چې ځمکه درکوو، هغه خو يې رانه‌کړه اوس خو د یو کار او روزګار غم راته وخوري چې زه یو کار وکړم، زه خپله خیاط یم، خو ماشین نه‌لرم چې کار ځینې واخلم."

د کریم‌الله د کورنۍ په څېر په تېرو شااوخوا دوو کلونو کې له پاکستان او ايرانه کندهار ته ۳۸۲۷ کورنۍ راغلي چې اکثره‌يې دا مهال د سرپناه د نشت په ګډون له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG