د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۰

له ترکیې کابل ته د ستنېدونکو بایسکل سپرو تود هرکلی وشو

۱۰ افغانان پر بایسکلونو د لاجورد له لارې ترکیې ته لاړل. June 12 2019
۱۰ افغانان پر بایسکلونو د لاجورد له لارې ترکیې ته لاړل. June 12 2019

له ترکیې څخه کابل ته د ستنېدونکو بایسکل سپرو تود هرکلی وشو.

دغه بایسکل سپاره چې د اپرېل په ۱۹مه له هراته د لاجوردو له لارې ترکیې ته تللي وو، پرون خپل هېواد ته ستانه شول.

دغو بایسکل سپرو د ترکمنستان، اذربایجان او ګُرجستان له لارې څه باندې څلور زره کېلو متره لار په بایسکلونو ووهله او د جون په ۱۲مه استانبول ته ورسېدل.

له افغانستانه اروپا ته د لاجوردو لار تر ټولو لنډه لار ده.

د دې لارې تړون د افغانستان حکومت له درې کلونو خبرو وروسته تېر کال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د اوومې غونډې پر مهال لاسلیک کړ.

This item is part of
XS
SM
MD
LG