د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

په پاکستان کې د اپوزیسیون د زرګونو غړو د اعدام د خبرو په اړه غبرګونونه


د پاکستان بیرغ
د پاکستان بیرغ

په پاکستان کې د یوه حکومتي چارواکي له خوا د اپوزیسیون د زرګونو غړو د اعدام خبرو په دې هېواد کې تاوده بحثونه راپارولي دي.

په پاکستان کې وروستي سیاسي بحثونه د دغه هېواد د کابینې د یوه وزیر پر هغو څرګندونو متمرکزې دي چې د دې هېواد روښانه راتلونکې جوړول د اپوزیسیون د زرګونو غړو په اعدام پورې تړي.

د پاکستان د اوبو د مدیریت وزیر فیصل وودا د جون په ۱۱مه د پاکستان جیو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي: "که زموږ په لاس کې وي، نن د ۵۰۰۰ کسانو اعدام به د پاکستان د ۲۲۰ میلیونو وګړو برخلیک بدل کړي."

نوموړي دا هم ویلي: "که موږ له قانون سره سم دا کار وکړو، نو راتلونکي شل نسلونه باید دې کار ته انتظار وباسي."

دغو څرګندونو په پاکستان کې تند غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند یوه لوړ پوړي غړي او د پارلمان استازي خرم دستګیر خان د ۵۰۰۰ کسانو اعدامول فاشېزم بللی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون چې د دې هېواد د بشري حقونو د څار تر ټولو لویه اداره ده، پر ټوېټر په یوه پیغام کې د پاکستان د فدرال وزیر وروستۍ څرګندونې غیر مسؤلانه بللې دي او زیاتوي چې دا خبرې په قانون ملنډې وهل دي چې هېڅ ډول ډموکراسۍ ته د منلو نه دي.

رووف کلاسرا یو خبریال او د ټلویزیوني خپرونو کوربه دی، هغه منلې چې د نورو ټلویزیوني چېنلونو له کوربنو سره په یوه وروستۍ ناسته کې د پاکستان یوه لوړ پوړي چارواکي د دې ډول لویې تصفیې د پلان پر احتمالاتو بحثونه کړي دي.

دی وایي، پر دې بحث وشو چې که اړتیا یې وي ۵۰۰۰ کسان به ووژل شي.

نوموړي آپ خبري ټلویزیوني چېنل ته دا هم ویلي چې ښایي فیصل وودا د هغې ناستې له بحثه دا اخيستنه کړې وي.

کلاسرا د هغو بحثونو په استناد دا هم ویلي چې د ۵۰۰۰ کسانو چې په پام کې ده اعدام شي، لېستونه له وړاندې جوړ شوي دي.

په همدې حال کې په پاکستان کې د سیاسي چارو کتونکي افراسیاب خټک له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه چې دا احتمال څومره رښتینی دی، داسې وویل:

په پاکستان کې د سیاسي چارو کتونکی افراسیاب خټک
په پاکستان کې د سیاسي چارو کتونکی افراسیاب خټک

​"دا واقعاً د تقبیح وړ خبره ده، که داسې نه وای، نو وزیر باید خپلې کلمې بېرته اخيستې وای، له خلکو یې بښنه غوښتې وای، پښېماني یې ښودلې وای، دولت باید رد کړې وای، خو دولت هېڅ کار نه دی کړی، غلی دی، مطلب دا چې دولت دا خبره نه ردوي، نو دا ذهنیت شته، دا چې څه کېږي بله خبره ده، خو اوس ښکاري چې د دوی نیت ښه نه دی."

د پاکستان د دولت مخالفې سیاسي ډلې، رسنۍ، د سولې، بشري حقونو او نور فعالان له وړاندې د حکومت له لوري له ځینو ځپونکو اقداماتو څخه سرټکوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې تېر کال واک ته ورسېد، ویلي یې دي چې هغه پاکستاني سیاستوال به په امان کې نه وي چې په مالي فساد کې لاس لري او یا حساسو مسئلو ته لمن وهي.

XS
SM
MD
LG