د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د غزني د خواجه عمري اوسېدونکي: جګړه هره ورځ ولسي خلک وژني


د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د وژل شویو ملکیانو جسدونه
د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د وژل شویو ملکیانو جسدونه

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکي د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د ولسي وګړو له وژل کېدو شکایت کوي.

دوی وايي، د جمعې په ورځ له غرمې وروسته هم د امنیتي ځواکونو له لوري د کارېز په کلي د توغول شویو هوانو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون، پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوی دغه شکایت په داسې حال کې کوي چې د جمعې په ورځ مازیګر ناوخته یې د دوو تنو مړي د احتجاج په توګه د ولایت مخې ته راوړي وو.

د دغو اجتجاج کوونکو له جملې څخه نذیر احمد ازادي راډیو ته وویل، له څه مودې راهیسې په سختو جګړو او مشکلاتو کې ژوند کوي.

ارشیف، د غزني د نوح بابا د مکتب د وژل شویو شاګردانو انځور
ارشیف، د غزني د نوح بابا د مکتب د وژل شویو شاګردانو انځور

دی زیاتوي: "دولت زموږ کورونه ولي، هره ورځ یو یا دوه کسان ولسي وګړي وژل کېږي، کښتونه مو تباه شول، غواوې او مالومه مو مړه کېږي، خلک ټول د شپې له مخې له مالونو سره په ګومبتو کې ویده کېږي، ټول خلک په رواني ناروغیو اخته دي، نن دا دی زموږ د کلي دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي، په هغوی کې دوه ښځې او یو ماشوم دي."

د دغې سیمې یوه بل اوسېدونکي مالک ازادي راډیو ته وویل چې هم دې طالبان او هم دې دولت د عامو خلکو له کورونو جګړه یوه بل لوري ته یوسي.

مالک زیاتوي: "هغه ورځ مې په کور کې هوان ولګېد، ښځه مې ټپي شوه، غوا مې مړه شوه، ماشومان مو بې حاله دي، نن اتمه ورځ ده چې سر په سر جګړه روانه ده، امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو بیرغونه په سترګو ویني، هغه نه ولي، خو غریب او بېچاره په کې وژل کېږي."

د غزني یو انځور
د غزني یو انځور

دا په داسې حال کې ده چې دغه ولسوالي له شااوخوا یوه کال ځنډ څخه وروسته افغان ځواکونو د تېرې جعمې په ورځ له طالبانو بېرته ونیوه.

خو د سیمې خلک وايي، یوازې د ولسوالۍ په مرکز کې امنیتي ځواکونه مېشت او شااوخوا ساحې لا هم د وسله والو په ولکه کې دي چې ډېری وخت په کې جګړې روانې وي.

که څه هم د سیمې خلک د دغو وژل شویو کسانو پړه پر امنیتي ځواکونو ورتپي، خو هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دولت نظر هم ترلاسه کړو چې بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG