د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

یو ایرانی دکاندار چې افغانانو ته‌یې له تبعیضه ډکه لوحه ځړولې وه محکوم شوی


د دکاندانر لوحه
د دکاندانر لوحه

هغه ایرانی دکاندار چې پر خپل دکان يې افغانانو ته له تبعیضه ډکه لوحه ځړولې وه، په تعلیقي حبس محکوم شوی دی.

د ایران د البرز ولایت د نظراباد په ښارګوټي یوه دکاندار د خپل دکان پر کړکۍ دا جمله لیکلې وه چې: «افغانان دلته د راننوتلو اجازه نه‌لري ځکه چې زما نه خوښېږي.»

د هغې لوحې ویډیو د مې په میاشت کې د ټولنیزو رسنیو پر سایټونو خپره شوه.

د ويډیو له خپرېدو سره، ډېرو خلکو په ایران کې د مېشتو افغانانو پرضد د توکمیز تبعیض په اړه بحثونه وکړل.

اکثر افغان کډوال چې په ایران کې مېشت دي، هلته پېدا شوي یا ستر شوي دي.

د ایران حکومت په هغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته چې د مهاجرت رسمي اسناد نه‌لري، د تعلیم اجازه نه ورکوي. له دې امله ، ډېر افغانان چې په ایران کې اوسېږي، رسمي تعلیم نه‌لري.

په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو لویه برخه کوچني او شاقه کارونه کوي.

په ایران کې ډېر کله د مخدرو موادو د قاچاق، جنسي تجاوزونو او غلاوو په څېر جرمونه هلته په مېشتو افغان کډوالو پورې تړل کېږي.

د ایران په البرز ولایت کې د هغه دکاندار نوم چې پر خپل دکان یې د افغانانو پر ضد لوحه ځړولې وه، نه دی خپور شوی.

د البرز لوی څارنوال، روح الله احمدي د جون په اتمه وویل چې هغه دکاندار نیول شوی او پر خپل کار یې پښیماني څرګنده کړې ده.

دا خبر د ایران د رسمي خبري اژانس، اېرنا خپور کړی و.

احمدي ویلي و چې هغه وګړی په تعلیقي حبس محکوم شوی دی.

د دې ترڅنګ، امر ورته شوی چې په ایران کې د مېشتو افغانانو له ټولنې رسماً، د معذرت غوښتنې لیک ولیکي، افغانانو ته د درېیو میاشتو لپاره تخفیف ورکړي او د ایران او افغانستان د دوستۍ د تاریخچې په اړه تحقیق وکړي.

دا اول وار نه‌دی چې په ایران کې د مېشتو غیرقانوني کډوالو پر ضد له تبعیضه ډک کار کېږي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې د ایران یوه ټلوېزیون د پروګرامونو یوه ځانګړې لړۍ د «محروم» په نوم خپره کړه چې ډېر افغانان یې په قهر کړل.

په هغو پروګرامونو کې افغان مهاجر بې سواده، غریب او د کمترۍ د احساس ښکار بلل شوي وو.

په البرز کې د ایران د بسیجي ملېشه ځواک یوه خبري اژانس په‌دې اړه په غبرګون کې ویلي چې په سوریه کې د جګړې په ډګر کې د ایرانیانو ترڅنګ د افغانانو درېدل د دواړو هېوادونو د ولسونو د ملګرتیا نښه ده.

د ایران ګارد سپاه پاسداران انقلاب په ۲۰۱۳ میلادي کال کې زر هاوو افغان کډوال په سوریه کې د ایراني ملېشه ځواکونو ترڅنګ د جګړې لپاره ګومارلي وو.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان، په مختلفو وختونو کې داسې رپوټونه خپاره کړي چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په وړاندې د توکمیز، حقوقي او ټولنیز تبعیض معلومات ورکوي.

د ملګرو ملتونو په حواله، په ایران کې له مېشتو کډوالو افغانانو نږدې یو میلیون تنه ادعا کوي چې ناسم چلند ورسره شوی دی.

د ایران حکومت وايي چې په هغه هېواد کې ټول، درې میلیونه افغان کډوال اوسېږي.

XS
SM
MD
LG