د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

جرمني د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا له هڅو سره همکاري کوي


د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی وایي، د دغه هېواد د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له دوی غوښتي چې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

مارکوس پوتزل د چهارشنبې په ورځ د سولې په پروسه کې د ښځو د ونډې په اړه په کابل کې په یوې مشورتي ناسته کې وویل، د یو سوله‌ییز افغانستان د جوړولو لپاره باید اوسنی فرصت له لاسه ونه ووځي: "ښاغلي خلیل‌زاد موږ او اروپایي هېوادونو ته مراجعه وکړه چې د سولې په پروسه کې همکاري وکړئ، ښاغلي خلیل‌زاد وویل، له طالبانو سره د سولې شپږ دورې مذاکرات پایلې ته نه‌دي رسېدلي، اوس موږ په‌دې برخه کې هڅې کوو او د سولې په اړه د امریکا له هڅو سره په‌دې برخه کې همکاري کوو."

ښاغلي پوتزل د سولې د پروسې په برخه کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او وېې ویل، باید د سولې په پروسه کې د ښځو او بشري حقونه، د بیان د ازادۍ او په ټوله کې د افغانستان د وروستیو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې له دې وړاندې ښاغلي پوتزل د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په قطر کې لیدلي دي.

د جرمني خبري اژانسونو د طالبانو د یو ویاند سهیل شاهین په حواله لیکلي چې په‌دې لیدنه کې د افغانستان د جګړې پر سیاسي حل، د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو خبرو او د ملکي وګړو د تلفاتو پر مخنیوي خبرې شوي دي.

جرمني چې د افغانستان له سترو مرستندویه هېوادونه څخه دی په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې هم شامل دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زماني چې په‌دغه ناسته کې یې حضور درلود وویل چې د جرمني رول په‌دغه پروسه کې د سولې د بهیر د محتوا ښه کول دي، هغه څه چې تردې دمه کمرنګه برېښي.

دی وايي:"زموږ دوست هېواد د المان فدرالي جمهوریت په پام کې لري چې د سولې په پروسه کې یو رول ولوبوي او غواړي چې یادې پروسې ته یوه نوې ساه ورکړي، له اختر مخکې شپږم پړاو ناستې له بده‌مرغه لازم پرمختګونه نه درلودل، نو موږ هیله‌مند یو چې په اووم پړاو خبرو او دغه شان تر هغې وروسته په بین‌الافغاني خبرو کې دوست هېوادونه خپل رول ولوبوي چې په‌دې برخه کې موږ د المان رول ته د قدر په سترګه ګورو."

ښاغلي زماني دغه شان په‌دغه پروسه کې د ښځو رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، په راتلونکو مذاکراتو کې نه یوازې د ښځو رول بلکې حضور یې مهم دی.

خو په کابل کې یو شمېر ښځې بیا دا رول سمبولیک او نمایشي ګڼي.

د کابل ښار اوسیدونکې لیلما وايي: "دا پروسه زموږ لپاره خواشینونکې ده، زما په اند د ښځو رول د سولې په پروسه کې نمایشي او تجارتي دی، له دې سره چې د افغانستان ۶۵ سلنه نفوس ښځې جوړوي، خو د دوی رول په‌دې برخه کې ډېر کم دی، ښځې باید عملاً په‌دې برخه کې کار وکړي."

د امریکا او طالبانو تر منځ شپږ پړاوه خبرې تر اوسه یوازې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهالویش او دا چې طالبان باید تضمین ورکړي چې نور به د افغانستان له خاورې په امریکا او نورو هېوادونو ترهګر بریدونه نه کېږي متمرکزې وې.

XS
SM
MD
LG