د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د کرکټ ملي لوبغاړو ته د استوګنې کورونه تسلیم شول


د کرکټ ۱۵ ملي لوبغاړو ته د اپارتمانونو کيلۍ وسپارل شوې
د کرکټ ۱۵ ملي لوبغاړو ته د اپارتمانونو کيلۍ وسپارل شوې

د افغانستان حکومت د کرکټ ملي لوبغاړو ته د استوګنې کورونه تسلیم کړل.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوه کوټو لرونکي دا اپارتمانونه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې هغه مهال د ولسمشر له لوري منظور شوي وو چې افغان لوبډله د شل اورونو د ۲۰۱۴ نړیوال جام سیالیو ته لاره موندله.

د خبرپاڼې په حواله د کورونو ساختماني چارې د څو کلونو په موده کې د ښار جوړولو د وزارت له لوري پای ته ورسېدې چې نن د ېوې غونډې پرمهال د کرکټ د ملي لوبډلې ۱۷ حاضرو لوبغاړو ته يې کیلۍ وسپارل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پاتې لسو لوبغاړو ته چې اوس مهال په نړیوال جام سیالیو کې لوبېږي د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به ورته کورونه تسلیم شي.

XS
SM
MD
LG