د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

محمد امین وقاد: د حکومتي مشرانو اختلاف د سولې مذاکراتي پلاوي د نه‌ټاکل کېدو لامل دی


د سولې عالي شورا د رهبرۍ پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد
د سولې عالي شورا د رهبرۍ پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد

د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي له حکومته غواړي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره مذاکره کوونکی پلاوی وټاکي.

په داسې حال کې چې افغانستان او سیمې ته د زلمي خلیل‌زاد په راتګ سره د بین‌الافغاني خبرو اترو موضوع یو وار بیا ګرمه شوې او تمه ده چې ډېر ژر په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو بهیر هم پیل شي، افغان حکومت لا هم د سولې مذاکره کوونکی پلاوی نه‌دی ټاکلی.

د دې شورا د رهبرۍ شورا غړي قاضي محمد امین وقاد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې دا پلاوی د حکومتي مشرانو ترمنځ د رامنځته شویو اختلافاتو له امله تر دې دمه نه‌دی ټاکل شوی.

ښاغلی وقاد ټینګار کوي چې حکومت باید ژر تر ژره طالبانو سره د خبرو لپاره یو ټول شموله مذاکره کوونکی پلاوی وټاکي: "تر اوسه دا پلاوی نه‌دی ټاکل شوی، خو ټینګار کوو چې دا یوه اړتیا ده، ځکه ویل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به په قطر یا جرمني کې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي، نو چې شرایط برابرېږي باید موږ هم اماده واوسو او د اړتیا پر مهال پلاوی د خبرو لپاره واستوو."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد چې افغانستان ته په سفر کې دی له افغان چارواکو او تازه تېره ورځ په بلخ کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره د بین‌الافغاني خبرو د پیل په څرنګوالي خبرې کړې دي.

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق د سې شنبې په ماښام له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وویل چې داوړو لورو د افغانستان د سولې په باب د بین‌الافغاني خبرو د پیل په څرنګوالي او د افغان سولې په باب د نړیوالې اجماع په رامنځته کېدو خبرې وکړې.

ښاغلي محقق تمه وښوده چې ډېر ژر به په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو بهیر پیل شي.

مخکې تر دې ښاغلي خلیل‌زاد د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې له یو شمېر افغان چارواکو سره هم په‌دې اړه خبرې کړې وې.

په کابل کې د امریکا سفارت د خپرپاڼې پر بنسټ ښاغلی خلیل‌زاد به په دې اړه د مدني ټولنو او ښځو له استازو سره هم خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې اووم پړاو خبرې هم پیل شي او زلمي خلیل‌زاد هم ویلي چې په‌دې پړاو کې به په بین‌الافغاني خبرو ټینګار وکړي.

په ورته وخت کې یوې حکومتي سرچیني چې نه‌يې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله‌يې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه د حکومتي مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له امله د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو پر موضوع بحث نه‌دی شوی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې په‌دې اړه نوي جزئیات نه‌شته.

خو د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي وايي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي خبرو اترو ته وخت شته، نو ځکه اوس‌مهال اړتیا نه‌شته چې د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي پر ټاکلو ټینګار وشي.

افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي
افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي

دی زیاتوي: "زه فکر کوم چې د هغې لپاره اوس ډېر وخته دی، یو وار باید په بین‌الافغاني مذاکراتو کې طالبانو سره افغان دولتي چارواکي کېني، په شخصي ډول. له دې وروسته که بیا کوم پرمختګ کېږي، نو بیا باید یو رسمي مذاکراتي ټیم چې په‌کې د حکومت استازي، سیاسیون، د مدني ټولنو غړي، احزاب او یو شمېر نور وي جوړ شي."

افغان حکومت تېر لمریز کال د قوس په میاشت کې د سولې لپاره د ۱۱ کسیز مذاکراتي پلاوي لېست خپور کړ، خو وروسته حکومتي چارواکو وویل چې په‌دې لېست کې د بدلون لپاره سلا مشورې پیل شوې دي.

په‌ لېست کې یو کس د عالمانو شورا، یو کس د ملي شورا او پاتې نهه تنه نور حکومتي چارواکي شامل وو.

بیا حکومت د مصالحې د رهبرۍ شورا په‌دې برخه کې مسؤله ګڼله چې دا پلاوی به وټاکي، خو د دغې شورا د غونډو په اړه هم له ډېر وخت راهیسې څه نه‌اورېدل کېږي او نه‌یې هم د شتون یا لغوه کېدو په اړه څه ویل شوي دي.

XS
SM
MD
LG