د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

پاکستان ته د ولسمشر غني سفر به تشریفاتي وي او که عملي طرح به ولري؟


د افغانستان ولسمشر غني
د افغانستان ولسمشر غني

د تشریفاتي بحثونو وخت تېر شوی او همکاري باید عملي بڼه ولري، دا هغه څه دي چې افغان حکومت‌یې له پاکستانه غواړي، ځکه خو افغان چارواکي وايي، پاکستان د ولسمشر غني راتلونکی سفر به تشریفاتي نه‌وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌ احمدي د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، اسلام‌اباد ته ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال به د عملي همکارۍ غوښتنه وشي.

دی وايي: "موږ له دې وروسته د تشریفاتي مسئلو په اړه فکر نه‌کوو. پاکستانیان باید عمل وکړي. موږ په غونډو کې هم له هغوی غوښتي، ژمنه‌یې کړې چې عمل به کوي، خو تر اوسه‌یې پر ژمنو عمل نه‌دی کړی. موږ هیله‌مند یو چې پاکستان به د یو ګاونډي او مسؤل دولت په توګه بالاخره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او موږ دا تمه لرو. د ولسمشر راتلونکی سفر په هېڅ ډول تشریفاتي نه‌دی او یو کاري سفر دی او داسې یو سفر دی چې په‌کې موږ له پاکستانه پر کړو ژمنو د عمل غوښتنه وکړو."

ټاکل شوې افغان ولسمشر د جون د میاشتې په ۲۷مه نېټه پاکستان ته ولاړ شي او د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

پاکستان تر دې مخکې د افغانستان د سولې په برخه کې د خپلو ژمنو د نه پوره کولو له کبله له انتقادونو سره مخ شوی.

د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د تاوتریخوالي کمولو او د بین‌الافغاني خبرو په پیلولو کې همکاري هغه څه دي چې د افغان چارواکو په وینا پاکستان په‌کې د همکارۍ ژمنې کړي، خو پرې درېدلې نه‌دي.

اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د پاکستان نوې ادارې د عملي همکارۍ ژمنه ورکړې: "د پاکستانیانو پالېسۍ بدلې شوې، تاسو د پاکستان د صدراعظم عمران خان د څرګندونو شاهد یئ چې په وار-وار یې ویلي افغانستان سره په سوله کې همکاري کوي. موږ هیله‌مند یو چې پاکستانیان به دا ځل رښتیا هم عملي ګامونه واخلي. دوی علاقه ښودلې چې افغانستان کې سوله غواړي، البته د پاکستان عملي ګامونه مو نه‌دي لیدلي او دا ځل‌یې هم ژمنه کړې."

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ادریس زمان په مشرۍ یو پلاوی اسلام‌اباد ته تللی و او هلته‌یې د خپل پاکستاني سیال سهیل محمود سره وکتل.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو ښه کېدل او د سولې بهیر د زمان او محمود ترمنځ د بحث مهم مسایل وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي هم د سې شنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ته د ادریس زمان په سفر کې، په پنځو کمېټو کې د همکاریو په اړه چې کار پرې شوی و، بحث وشو.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د عمل پلان له مخې دې پنځو کمېټو د تېر کال په جولای میاشت کې غونډه کړې وه.

له هغې راوروسته د دواړو هېوادونو چارواکو د اوږدې مودې لپاره خپلو کې نه‌وو لیدلي.

خو دوه اوونۍ مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل او په همدې لیدنه کې یې د عمران خان له‌خوا اسلام‌اباد ته د سفر بلنه ومنله.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي و.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه د کار د پیلولو راهیسې یو ځل پاکستان ته سفر کړی. په دې موده کې کابل ته د پاکستان رهبرانو تګ راتګ هم کم شوی وو.

ښاغلي غني د کوچني اختر په لومړۍ ورځ وویل، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ یوه نوې تاریخي پاڼه پرانیزي او په عین حال کې به له پاکستاني مشرانو سره په جدیت د سولې موضوع وڅېړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG