د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د افغانستان او پاکستان چارواکو په خپلمنځي اړیکو او د سولې په بهیر خبرې کړي


د انځور ښي لوري ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین سهېل محمود او چپ لوري ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین ادریس زمان په اسلام اباد کې
د انځور ښي لوري ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین سهېل محمود او چپ لوري ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین ادریس زمان په اسلام اباد کې

د سولي او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزوني لومړنۍ غونډه نن په اسلام اباد کې وشوه.

پاکستان هغه ځای چې د کابل په باور په وار وار هلته د افغانستان په خاوره کې د بریدونو طرحې جوړې شوي، د دوشنبې په ورځ د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزولو د لومړنۍ غونډې کوربه و.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان په مشرۍ پلاوي له خپل پاکستاني سیال سهېل محمود په مشرۍ پلاوي سره ولیدل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه والی د محمود د خبرو اساسي برخې وې.

د سیاسي چارو څېړونکي علي امیري په دې باور دی چې پاکستان ته د افغان پلاوي دا سفر له تېرو سفرونو څخه توپیر نه لري.

ده زیاته کړه:

"پاکستان خپل دریځ پیاوړی کړی، د فشارلا ډېرې وسیلې یې ترلاسه کړي، افغانستان یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی، خو افغانستان له دې فشارونو لازم درس نه دی اخيستی، اوس هم افغان پلاوی تقریباً په خالي لاس او تکراري دریځ پاکستان ته تللی دی."

د ترورېزم پر وړاندې مبارزه، د تاوتریخوالي کمول او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان عمده موضوعات بلل کېږي.

دا پلان د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې جوړ شو.

د همدې پلان د ارزونې د لومړنۍ غونډې په هدف افغان پلاوی د دوشنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ په خبرو کې اسلام اباد ته د افغان ولسمشر اشرف غني د راتلونکي پلان شوي سفر په اړه هم بحث وشو.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د جون په ۲۷مه پاکستان ته سفر وکړي.

ولسمشر غني د سې شنبې په ورځ د جون په څلورمه په کابل کې هلیه وښوده چې دا سفر د کابل او اسلام اباد ترمنځ یوه نوې تاریخي پاڼه پرانیزي.

دی وایي:

"باید په دقت مخته ولاړ شو چې یوه عملي د لارې نقشه ترلاسه کړو او د هغې تطبیقي جوانب د افغانستان او پاکستان ملتونو ته د باور وړ وي."

ښاغلي غني وویل، د مې پر ۳۱مه یې په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې په څنډو کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د پاکستان د سفر په اړه موافقه شوې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان په مکه کې د لیدنې په حال کې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان په مکه کې د لیدنې په حال کې

د ولسمشر غني او عمران خان مخامخ لیدنه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د شخړو د کمېدو تازه نښه بلل شوې ده .

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د دواړو مشرانو د لیدنې هرکلی وکړ.

نوموړي تر دې لیدنې څو ساعتونه وروسته وویل:

"د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کېدل د سیمي د اتصال لپاره پر فرصتونو د پانګونې او تطبیق، ادغام او پرمختګ لپاره مهم دي."

د افغانستان حکومت له ډېرې مودې راهیسي پاکستان هغو طالبانو ته په پناه ورکولو تورنوي چې په افغانستان کې بریدونه کوي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG