د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

افغان ولسمشر پرون په سعودي عربستان کې د پاکستان له صدراعظم سره کتلي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سعودي کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د لیدنې په حال کې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سعودي کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د لیدنې په حال کې

د افغانستان ولسمشر پرون د مې په یودېرشمه په سعودي عربستان کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي دي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، غني او خان په سعودي عربستان کې د اسلامي همکارۍ د سازمان د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې د خبرو موقع پیدا کړه.

هغوی پر دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د سولې او بیا پخلاینې پر پروسه غږېدلي دي.

د عمران خان له دفتره په یوه اعلامیه کې چې پرون خپره شوه، لیکل شوي چې غني او خان له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې هم ارزولې دي.

د بیان پر اساس، عمران خان په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا هڅې باید د افغانانو په مشرۍ او داسې سرته ورسېږي چې په افغانستان کې د لانجې یو سیاسي حل پیدا کړي.

عمران خان ویلي چې پاکستان ته د ولسمشر سفر به یوه بله موقع وي چې د دواړو هېوادونو سیاستوال د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پراختیا غور او خبرې وکړي.

پاکستان ته د جمهور رئيس غني د سفر دقیقه نېټه نه ده اعلان شوي.

د عمران خان ځانګړي مرستیال نعیم الحق پرون پر ټوېټر ولیکل چې د دواړو هېوادونو مشرانو تر یو ساعت ډېر وخت خبرې وکړې او د افغانستان او پاکستان په مربوطو مسئلو پر ټولو اړخونو صادقانه او دوستانه وږغږېدل.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د مې په اته ویشتمه پاکستان ته تللی و او په روالپېنډۍ کې یې د پاکستان له پوځ د لوی درستیز جنرال قمرجاوېد باجوه سره وکتل.

حمدالله محب پرون په سعودي عربستان کې د اشرف غني او عمران خان د خبرو په خونه کې ناست و.

سعودي عربستان له پاکستان سره نږدې روابط لري.

ایا د غني او عمران د دې ملاقات تر شا د سعودي عربستان لاس دی؟

په پاکستان کې د افغانستان پخواني ډيپلومات احمد سعیدي د دې پوښتنې په ځواب کې پرون ازادي راډیو ته وویل:

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډيپلومات احمد سعیدي
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډيپلومات احمد سعیدي

"یو خو داسې ده چې د سعودي عربستان او پاکستان ملګرتیا ده او رول لري، بله خبره دا ده چې حمدالله محب او د کورنیو چارو وزیر پاکستان ته ولاړل او دا پیغام یې راوړ چې عمران خان له اشرف غني سره ګوري."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان هوايي حریم لا هم د نوي ډيلي او کابل ترمنځ د پروازونو لپاره تړلی دی.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې اشرف غني پرون په سعودي عربستان کې دا مسئله له عمران خان سره مطرح کړې او له هغه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان الوتکو ته په خپله فضا کې د پرواز اجازه ورکړي.

د احمد سعیدي په باور، د افغانستان ولسمشر په وروستیو کې د امریکا له متحدو ایالاتو نا امېده شوی او غواړي چې دنیا ته څرګنده کړي چې د پاکستان په څېر نور هېوادونه شته چې خوا ته یې ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG