د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د کرکټ د ۲۰۱۹نړیوال جام سیالیو وروسته به افغان لوبډله کې پراخ بدلون راشي


د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي
د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي

د افغانستان کرکټ بورډ په دې اداره کې ځینې مهم بدلونونه راوستي دي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي وايي، د ۲۰۱۹ میلادي کال تر نړیوال جام وروسته به په ملي لوبډله کې هم بدلونونه راولي.

ښاغلي فضلي نن سې شنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغان ولسمشراشرف غني د فرمان له مخې د افغانستان د ښار جوړولو وزیر احمد جواد پیکار په ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار ضیاالحق امرخېل، د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ او په اسلام‌اباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د کرکټ بورډ نوي غړي ټاکل شوي دي.

له دې وړاندې د افغانستان د ماليې پخوانی وزیر اکلیل حکیمي، د ښار جوړولو پخوانی وزیر سید منصور نادري، د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی او د دنیا پوهنتون رئیس احمد شاه سنګدل د کرکټ بورډ غړي وو.

ښاغلي فضلي همدا راز اعلان وکړ چې د غوراوي کمېټې لپاره یې انګریز کرکټ روزونکی انډي مولز او پخوانی افغان کرکټر مجاهد ځدراڼ د مشرانو په توګه ټاکلي.

دی وايي:"همدا دوه کسه د افغانستان د غوراوي کمېټه ده، په دوی کې چیف سلیکټر نشته، دوی د افغانستان د ملي او الف لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره کوي او دولت احمدزی به جونیر غوره کوونکي وي، یانې له ملي او الف لوبډلو څخه ټيټو لوبډلو لپاره به لوبغاړي غوره کوي، همدا شان به د ټولو زونونو لپاره هم د غوراوي کمېټې ټاکل کېږي چې د زونونو لپاره لوبغاړي غوره کړي. "

د کرکټ بورډ رئیس وویل، ځکه يې انډي مولز پر دغه دنده وګماره چې بهرنی دی او په بې پرې ډول به پیاوړي لوبغاړي د افغانستان د کرکټ ملي او الف لوبډلو ته وټاکي.

انډي مولز د افغانستان د کرکټ د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډلې روزونکی او د ملي لوبډلې سرپرست روزونکی پاتې شوی دی.

د نوموړي په اړه ویل کېږي چې په خپل کار کې جدي برخورد کوي او تل يې ټینکار کړی چې افغان کرکټ باید په نړیوالو معیارونو برابر شي.

د کرکټ بورډ مسؤلین همدا شان وايي چې د نړیوال جام له سیالیو وروسته به په لوبډله کې هم پراخ بدلون رامنځته شي.

د افغانستان د کرکټ د غوراوي کمېټې پخواني غړي دولت احمدزي په‌دې خبري کنفرانس کې وویل چې د نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلې تیارۍ کمزورې وې.

نوموړي وویل چې افغان لوبډله لاهم د توپ‌وهنې، توپ ټولونې او یو شمېر نورو برخو کې جدي ستونزې لري او نه‌شي کولای د لوبې پرمهال د مینه‌والو هیلې پوره کړي.

دا بدلونونه په‌داسې حال کې راغلي چې افغانستان دا مهال د ۲۰۱۹ نړیوال جام په سیالیو کې لوبېږي.

افغان لوبډلې تردې دمه درې سیالۍ کړي او درې واړه يې بایللي دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې:

  • رامنځته شوي بدلونونه به د افغان کرکټ په راتلونکي څومره مثبت تأثیرات ولري؟
    د کرکټ افغان تبصره کوونکي یاسر خوګیاڼی
    د کرکټ افغان تبصره کوونکي یاسر خوګیاڼی

د کرکټ افغان تبصره کوونکي یاسر خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل: "زه د انډي مولز راتګ او نورو بدلونونو ته خوشبینه یم ځکه یم چې په‌دې سره به په کرکټ بورډ کې د رهبرۍ په کچه صلاحیتونه او وړتیاوې راپيدا شي، خو ښه لاره يې دا ده چې لوبډلې ته د غوراوي په برخه کې یوه پالیسي جوړه شي او د همدغه پالیسۍ له مخې ملي لوبډلې ته لوبغاړي غوره شي زه فکر کوم بیا به انډي مولز ته هم اړتیا نه وي."

ښاغلی یاثر خوګیاڼی وايي چې د کرکټ په نورو برخو کې هم چې مسؤلین يې له تېرو ۱۵ کلونو را په‌دی خوا په څوکیو ناست دي او پلان نه‌لري هم باید له دندې لېرې او پرځای يې نوي کسان وګومارل شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په افغان لوبډله کې د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د لوبډلې ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي له دې امله چې ناجوړه دی د نړیوال جام له سیالیو کېنول شوی او ځای يې اکرام علي‌خېل ته ورکړل شوی دی.

که څه هم کرکټ بورډ په ټینګار سره وايي چې شهزاد محمدي ژوبل دی او نه‌شي کولای لوبو ته دوام ورکړي، خو خپله شهزاد محمدي د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دی روغ او جوړ دی او د یوې دسیسې له مخې له لوبډلې کېنول شوی دی.

د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي وویل چې له شهزاد څخه به د خپلو وروستیو څرګندونو په اړه وپوښتل شي.

ښاغلي فضلي د لوبغاړو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه په کلکه رد کړل او وېې ویل چې لوبغاړي به هڅه وکړي د نړیوال جام په راتلونکو سیالیو کې بریا خپله کړي.

افغانستان به د نړیوال جام په راتلونکو سیالیو کې له هندوستان، پاکستان، انګلېنډ، سویلي افریقا، بنګله‌دیش او ویسټ انډیز سره لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG