د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۳

یو امریکایي چارواکی: ایران پر امریکایي پوځیانو د یوې احتمالي حملې مخه نیولې


د ایران او امریکا بیرغونه

په منځني ختیځ کې د امریکا جګپوړی پوځي قوماندان وايي، ایران د هغې احتمالي حملې مخنیوی کړی چې په خلیج کې پر امریکايي ځواکونو پلان شوې وه.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال فرانک مککینزي ویلي، وروسته له دې چې په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د احتمالي برید لپاره تیارۍ ونیول شوې، تهران بیا غور وکړ او د دې حملې د مخنیوي پرېکړه یې وکړه، خو دې امریکايي جنرال له دې سره سره یادونه وکړه چې دی اوس هم د ایران د احتمالي یرغل له پلوه اندېښنه لري.

مککیزي په امنیتي دلایلو ونه ویل چې د امریکا دفاع وزارت له ایران له لوري د کوم ډول حملې اټکل کړی و.

مککینزي د جون په شپږمه بغداد ته د سفر پرمهال په یوه مرکه کې وویل، فکر نه کوي چې د داسې یوې حملې خطر به له منځه تللی وي، بلکې باور لري چې د ایران ګواښ حقیقي دی.

جنرال مککیزي وویل، د ده ارزونه دا ده چې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور له پراخېدو وروسته ایران له خپل دریځ څخه څه ناڅه په شا شوی، خو ده یادونه وکړه چې فکر نه کوي چې تهران به له خپل ستراتیژیک دریځ څخه شاته شوی وي.

هغه زیاته کړه، امریکا اوس په منځني ختیځ کې کافي پوځي ځواک لري چې د ګواښونو مخنیوی وکړي، نو د ایران پارولو ته اړتیا نه لري.

په همدې حال کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ناروې حکومتونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نږدې د تېلو پر ټانکرونو وروستۍ حمله ډېره پېچلې او ښه تنظیم شوې وه، نو په غالب ګومان د دولتي عواملو له خوا به عملي شوې وي.

په دې اړه څرګندونې په هغو اسنادو کې راغلي چې پرون د جون په شپږمه امنیت شورا ته وړاندې شول.

په اسنادو کې که څه هم د ایران نوم نه دی یاد شوی، خو سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او امریکا چې د خلیج د هېوادونو نږدې متحد دی، پر ایران یا ایراني اجنټانو تور لګولی چې په دې برید کې یې لاس درلود.

سعودي، اماراتو او ناروې امنیت شورا ته په سپارل شویو اسنادو کې ویلي چې د دې ډول حملو د تنظیمولو لپاره د چټکو کښتیو د لارموندنې یا ناوېګېشن متخصصان او تر کښتیو لاندې د اوبو په تل کې د ماینونو د ایښودلو لپاره تکړه لامبوزن په کار وو.

د مې د ۱۲مې په دې حمله کې چې ریاض د ورانکارۍ یو اقدام بللی، د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نږدې د سعودي د تېلو څلور ټانکرونه او یوه ناروېژۍ کښتۍ له منځه ولاړل چې دې حملې انساني تلفات نه درلودل.

XS
SM
MD
LG