د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

انګلنډ د کرکټ نړیوال جام په پیل سیالۍ کې سوېلي افریقا ته ماته ورکړه


د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام کې د ګډون کوونکو لوبډلو کپټانان د یوې خبري غونډې پر مهال.
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام کې د ګډون کوونکو لوبډلو کپټانان د یوې خبري غونډې پر مهال.

انګلنډ د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام په سیالیو کې بریالی سفر پیل کړ.

د انګلنډ لوبډلې سوېلي افریقا ته د ۱۰۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام لومړۍ لوبه وه.

د لوبې ټاس سوېلي افریقا وګاټه او مقابلې لوبډلې ته‌یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، د انګلنډ لوبډلې پیلوونکی لوبغاړی بریسټوی که څه هم په صفر وسوځېده، خو نورو لوبغاړو د توپ اچوونکو په وړاندې ډاډه لوبه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې هدف ۳۱۲ منډو ته ورساوه.

د انګلنډ په منډه جوړوونکو کې، کې بین سټوک تر نورو ډېرې ۸۹ منډې وکړې، ترڅنګ‌یې مورګن ۵۷، جي جي رای ۵۴ او روټ ۵۱ منډې وکړې او سوېلي افریقا ته‌یې نسبتاً لوړ هدف وټاکه.

د سیالۍ په دوهمه پاڼه کې که څه هم د سوېلي افریقا لوبغاړو ډي کوک او ډېر ډاسن هڅه وکړه چې خپله لوبډله بریالۍ کړي، خو نورو لوبغاړو ورسره د منډو ملګرتیا ونه‌کړه او ټوله لوبډله‌یې د سیالۍ په ۴۰م اور کې وسوځېده.

د سوېلي افریقا لوبغاړو ۲۰۷ منډې وکړې چې د ډي کوک ۶۸ او ډېر ډاسن ۵۰ منډې په‌کې د یادولو وړ وې.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه بین سټوک ته ورکړل شوه، سټوک د خپلې لوبډلې په بري کې لوی لاس درلود، ۸۹ منډې یې وکړې او د سوېلي افریقا دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.

سبا د دې سیالیو په دوهمه لوبه کې پاکستان او وېسټ انډیز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي او افغانستان به د شنبې په ورځ د استرالیا په وړاندې خپله لومړۍ لوبه وکړي.

XS
SM
MD
LG