د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

د انتخاباتو کمېسیون ۸ ولایتونو ته د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې حساس مواد لېږلي


آرشیف، په کابل کې یوه افغانه مېرمنه چې د رأیې کارونې لپاره یې د انتخاباتو کارت تر لاسه کړی دی March 31 2014
آرشیف، په کابل کې یوه افغانه مېرمنه چې د رأیې کارونې لپاره یې د انتخاباتو کارت تر لاسه کړی دی March 31 2014

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې حساس مواد اتو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د دغه کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح‌الله سادات د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، په دغو ولایتونو کې انتخاباتي حساس مواد یا هېڅ نه‌وو او یا وو، خو د رأی ورکوونکو د نوم ثبتولو لپاره کافي نه‌وو.

ده وویل: ​"له امنیتي اړخه هېڅ اندېښنه نه‌شته، امنیتي بنسټونو ډاډ راکړی چې د حساسو او غیر حساسو موادو لېږد د اتو ولایتونو ولسوالیو ته پیل شوی او ادامه لري چې د جوزا په ۱۸مه به تقویتي نوم لیکنه پیل کړو."

دغه کمېسیون په ۲۶ ولایتونو کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم لیکلو په خاطر په هغو حساسو انتخاباتي موادو بسنه کړې چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې کارېدلي وو.

پکتیا، میدان وردګ، پروان، پنجشېر، غزني، خوست، ننګرهار او نورستان هغه ولایتونه دي چې انتخاباتي حساس او غیر حساس مواد ورلېږل شوي دي.

په حساسو انتخاباتي موادو کې د رأی ورکوونکو د نوم ثبتولو پاڼې، سټیکر، محافظتي کڅوړې، رنګ، د رأیو صندوقونه، غرفې او قرطاسیه شامل دي.

په پام کې ده چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ د جوزا په ۱۸مه پیل او د سرطان د میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.

دغه کمېسیون پرېکړه کړې چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې د نوم لیکنې ۴۵۸ مرکزونه پرانیزي چې له دې جملې ۲۷۴یې غزني ولایت ته په پام کې نیول شوي دي.

په دغه پروسه کې هغوی چې هېواد ته راستانه شوي، قانوني عمر ته رسېدلي او یا د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له نوم لیکنې پاتې شوي، نوم لیکنه کولای شي.

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئيس یوسف رشید وايي، په غزني ولایت کې د ناامنیو د راپورونو له مخې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نه‌شي کولای چې په ډېری ولسوالیو کې د نوم ثبتولو مرکزونه پرانیزي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئيس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئيس یوسف رشید

​دی زیاتوي: "۲۵۰۰ مرکزونه تړل شوي، کومې سیمې چې خلک په‌کې نوم لیکنه کوي، باید روښانه شي او باید ویې لرو، بله دا چې د ځینو ولسوالیو اداره کله د دولت او کله د مخالفینو په واک کې وي او هغه ولسوالۍ چې وروسته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي، د دوی لپاره څه پروګرام لري؟ په ټوله کې د دوی په کارونو کې د پروګرام نشتوالی وینم، د حساسو موادو خوندیتوب بل جدي بحث دی."

دا چې د کورنیو چارو وزارت په رښتیا سره د څومره مرکزونو امنیت تأمینولای شي، وموغوښتل چې د یاد وزارت نظر ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

له دې سره سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، کومه طرحه چې امنیتي ځواکونو ورسپارلې، په هغې کې یې د ټولو مزکرونو د امنیت ډاډ ورکړی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG