د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي چې د ریاست په سر د رامنځته شوې شخړې د حل په هدف ټاکل شوي پلاوي خپل کار پیل کړی او د چهارشنبې په ورځ به خپله طرحه د جرګې له غړو سره شریکه کړي.
د څلورو ورځو په تېرېدو لا هم د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ په سر رامنځته شوې شخړه نه ده حل شوې.
د دغې جرګې یو شمېر غړي وايي، کوم ۲۷ کسیز پلاوی چې تېره ورځ د دغې شخړې د حل په هدف ټاکل شوی و، په خپل کار يې پیل کړی او جوړه شوې طرحه به د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې اعلان کړي.
د دغه پلاوي یوه غړي عرفان الله عرفان د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې ټاکل شوی پلاوی د ولسي جرګې په ارشیف کې په دقیق ډول د شنبې د ورځې د انتخاباتو د ویډیو ګانو له لیدلو وروسته خپله طرحه د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کوي او وروسته به پرې د جرګې د غړو له لوري رأیه اچونه کېږي.
ده وویل:
"ټاکل شوی پلاوی به خپله طرحه راوړي او په اخر کې به په تالار کې ناست وکیلان پرې رأیه اچونه کوي، یعنې ټاکل شوی پلاوی نه شي کولای چې په خپل سر پرېکړه وکړي، دوی یوازې د یوې طرحې د وړاندې کولو صلاحیت لري."
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ لپاره د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ انتخابات وشول چې په جنجالي ډول پای ته ورسېدل.
په دې انتخاباتو کې میر رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې وګټلې.
د جرګې موقت رئیس اعلان وکړ چې ښاغلی رحماني ګټونکی دی، خو ښاغلي اصولي او ځينو نورو وکیلانو اعتراض وکړ.
دوى وايي، ۱۲۳ رأیې د ټولو ۲۴۷ حاضرو وکیلانو پنځوس جمع یو رأيې نه پوره کوي، نو باید د نورو کاندیدانو ترمنځ بل پړاو انتخابات وشي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې که وکیلان په خپلو کې د روانې شخړې حل راونه باسي قانوني بنسټونه اماده دي چې په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.
کمال ناصر اصولي چی د روانې شخړې یو اړخ دی، د سې شنبې په ورځ یې رسنیو ته وویل چې هره هغه پرېکړه ورته د منلو وړ ده چې د اساسي قانون او د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې شوې وي.
ده ویلي:
"دلته یوازې زما خوښه مهمه نه ده، دلته زموږ د کورنیو دندو اصول مهم دي، د قانون هر هغه اجرات چې په ولسي جرګه کې کېږي، ماته د منلو وړ دي، خو کله هم چې د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو په خلاف عمل وشي نه یوازې ماته بلکې ټولو وکیلانو ته د منلو وړ نه ده."
خو د پلاوی غړی عرفان الله عرفان ډاډ ورکوي چې د دوی وړاندې شوې طرحه به د قانون په اساس وي، ځکه د نوموړي په وینا، په دغسې موضوعاتو کې مصلحت کول امکان نه لري.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر سالنګي چې په روانه شخړه کې د میر رحمان رحماني پلوي کوي ،وايي چې دوی هیله لري چې د ټاکل شوي پلاوي هلې ځلې نتیجه ورکړي.
ده وویل:
"تمه لرو چې د سبا ورځې تر پایه د دوی د کار پایله څرګنده شي، نن د دې لپاره چې په تالار کې د وکیلانو شمېر کم و، نو نتیجه سبا ته پاتې شوه، د ولسي جرګې استازي له دې زیات زغم نه لري چې پارلمان دې د څو کسانو په کشمکش کې را ایسار وي، موږ تمه لرو چې د پلاوي کار نتیجه ورکړي او د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو کارونه مخ په وړاندې لاړ شي."
له دې وړاندې هم د یادې شخړې د حل په هدف پنځلس کسیز پلاوی ټاکل شوی و چې د یوې ورځې په تېرېدو يې هڅو نتیجه ورنه کړه.
اوس د دې شخړې د حل لپاره د ولسی جرګې غړو او خلکو دغه نوي ټاکل شوي پلاوي ته سترګي نیولي، خو ولیدل شي چې دا پلاوی څه نتیجې ته رسېږي.
راپور: اکرام الله اکرام
- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د پارلمان په لانجو تمرکز کړی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه د تېرکال د اکتوبر پارلماني ټاکنې له ټاکلې موده درې کاله وروسته ترسره شوې او له بډو او درغلیو سره مخ وې.
په دوام کې راغلي چې منتخب پارلمان خپل یوه جلسه د پنجشنبې په ورځ ترسره کړه او وروسته د رئیس د ټاکلو لپاره لانجې پيل شوې.
په ټاکنو کې سوداګر او پخواني پوځي میر رحمان رحماني ۱۲۳ رأیې وګټلې.
په وړاندې یې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې خپلې کړې.
د ورځپاڼې په لیکنه وروسته له هغه چې مؤقت رئیس محمد دهقانپور د پارلمان د نوي رئیس په توګه رحماني ګتونکی اعلان کړ، د اصولي پلویانو اعتراض وکړ او اجازه یې ورنهکړه چې رحماني د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست په څوکۍ شا ولګوي.
د نیویارک ټایمز په لیکنه د جرګې مؤقت رئیس ښاغلي دهقانپور ویلي چې د ټاکنو په ورځ ۲۴۴ رأیې ثبت شوي، خو د اصولي پلویان وایي چې د شنبې په ورځ د رأی ورکونکو شمېر ۲۴۷ و او رحماني معیار نهدی پوره کړی.
د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د ریاست پر سر د لانجې د حل لپاره یو پلاوی وټاکه، خو د نیویارک ټایمز په لیکنه د جرګې په تالار کې وضعیت ډېر خرابه و او وکیلان سره لاس او ګریوان هم شول.
په ټولنیزو شبکو کې هم د دوشنبې ورځې د ګډوډیو ویډیوګانې ښکته پورته کېږدې او ښکارېدل چې یو شمېر افغان سرتیري هم د وکیلانو په لانجو کې ژوبل شوي دي.
- انډیپېنډينټ پېرژن
انډیپېنډينټ پېرژن بریټانوي ورځپاڼې په یوه مقاله کې د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست پر سر د لانجې د رامنځته کېدو حقوقي او تخنیکي علتونه بیان کړي.
دې لومړنۍ فارسي ژبې نړیوالې ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو نتایج اووه میاشتې وځنډېدل او بیا اوس د ولسي جرګې د اولسمې تقنینې دورې د ریاست پر سر لانجې روانې دي.
د ولسي جرګې د ریاست لپاره لومړی وار څلورو کاندیدانو اکثریت تر لاسه نه کړ او دوهم دور ټاکنو کې دوو مخکښو کاندیدانو میر رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې وګټلې.
ورځپاڼه لیکي:
په مجلس کې د ټاکنو په ورځ ۲۴۷ کسان ناست وو، خو په صندوقونو کې ۲۴۴ رأیې لویدلې وې او پاتې درېیو رایو اصلي لانجه جوړه کړې.
یوه رایه باطله وه ځکه د کوم چا نوم نه و پرې لیکلی او دوه نورې رایې له سره نه وې.
د ورځپاڼې په خبره اساسي لانجه قوانینو جوړه کړې ځکه له اساسي قانون را نیولې د ولسي جرګې د دندو تر اصولو پورې ټول په ځینو برخو کې لازم سپیناوی نهلري.
د انډیپېنډنټ پيرژن په لیکنه له ستونزو سره- سره تېر وخت په ځینو لانجمنو حالاتو کې مخکینیو قضايي رویو ته مراجعه کېدله، خو د ورځپاڼې په لیکنه مخکې کله هم داسې قضیه نه وه رامنځته شوې.
د میر رحمان رحماني پلویان ټینګار کوي چې هغه د ۲۴۴ رایو پنځوس جمع یو پوره کړی، خو د کمال ناصر اصولي پلویان پهدې اعتراض لري چې باید معیار د جرګې ۲۴۷ حاضر کسان ومنل شي.
د ورځپاڼې په لیکنه اوس له ناچارۍ باید سترې محکمې ته دا قضیه ور وړل شي چې دا په خپله د مجلس حیثیت زیانمنوي او هم به جرګه له روانو لانجو سره مل وي.
صفيالله ستانکزی
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ګواښ او د ولسي جرګې د رئیس پر سر د راولاړې شوې ستونزې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
- انیس
د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي افغان ولس د جمهوري ریاست د کاندیدانو له شورا تمه لري چې د برخلیک ټاکونکي مسایلو په اړه خبرداری ورنهکړي او د خطر زنګ د حل منطقي لاره نهده.
د سرمقالې لیکوال د جمهوري ریاست د کاندیدانو په شورا غږ کړی چې ستونزې په ګواښ نه بلکې د تفاهم له لارې حل کړي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي تمه ده چې د جمهوري ریاست د مودې په سره را ولاړه شوې مسئله له معقولې لارې حل شي، څو د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته هېواد یوې بلې ستونزې سره مخ نهشي.
بل خوا ځینو نورو ورځپاڼو بیا د ولسي جرګې د ریاست په سر د ستونزې په اړه لیکنې کړي دي.
- هېواد
د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ولسي جرګې د مشرتابه د ټاکلو پرسر دې لانجه ژر حل شي.
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې دلته هرڅه روښانه دي کړکېچ او بدماشۍ ته هېڅ اړتیا هم نشته.
د سرمقالې لیکوال وايي، کله چې د ولسي جرګې د ریاست او نورو مرستیالانو پرسر لانجې وي، نو د اتلسګونو کمېسیونونو مشران به هم ونه شي ټاکلی او د ولسي جرګې تقنیني دوره به خپل ډېر وخت پر لانجو تېر کړي.
- ویسا
د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ولسي جرګه ګام په ګام خپل اعتبار خوري.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ولسي جرګې د رئیس د غوراوي ستونزه متأسفانه تراوسه حل نهشوه، پهدې مسئله کې چې رسنیو ته د یو شمېر وکیلانو غږیز کلیپونه را وتلي چې ان د وسلو کارولو او مرګونو ته چمتووالی لرې.
د لیکوال په باور دا ښيې چې مسئله څومره په لوېدلیو لاسونو کې ده چې هره شېبه د یوې غمیزې انتظار ترې کېدای شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دا چې د ولسمشر غني د حکومت قانوني موده پای مومي، که ولسي جرګه نوره هم په خپلمنځي لانجو کې ښکېل شي، دا به افغان مظلوم ولس ته چې اوس هم د خپلو او پردیو تر وحشتونو او ګوزارونو لاندې دی یو ستر مصیبت وي.
تمه ده چې د ولسي جرګې د رئیس د انتخاب پر سر د اختلاف د حل مؤظف پلاوی نن د خپلو څېړونو نتایج اعلان کړي.
په ولسي جرګه کې په تېرو درېیو ورځو کې اختلافونه وروسته له هغه اوج ته ورسېدل چې د رأیو اخېستو له یوې لانجمنې پروسې وروسته میر رحمان رحماني د رئیس په توګه معرفي شو او سیال کاندید کمال ناصر اصولي یې مخالفت وکړ.
مؤظف پلاوي ته دنده سپارل شوې ده چې د ولسي جرګې ارشیف او د رئیس د انتخاب لپاره د رایو بهیر وګوري او له ارزونې وروسته پهدې اړه پریکړه وکړي.