د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲
ارشیف، د افغانستان پارلمان
ارشیف، د افغانستان پارلمان

نن به ګمارل شوی پلاوی د ولسي جرګې د ریاست په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي

ټاکل شوې د افغانستان په ولسي جرګه کې د رئیس د څوکۍ پر سر د اختلافاتو د حل لپاره ګومارل شوی پلاوی د سې شنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړي.

ټاکل شوې د افغانستان په ولسي جرګه کې د رئیس د څوکۍ پر سر د اختلافاتو د حل لپاره ګومارل شوی پلاوی د سې شنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړي.

دغه پلاوي د دوشنبې په ورځ خپل کار پیل کړ او ګومارل شوی چې د ولسي جرګې ارشیف او د دې جرګې د رئیس د ټاکل کېدو لپاره د رأيو ورکولو د بهیر ارزونه وکړي.

د ولسي جرګې انتخابات ۷ مياشتې مخکې وشول، خو وکيلانو تر اوسه عملاً د حکومت پر اعمالو د څارنې او قانون جوړونې بهير نه‌دی پیل کړی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وايي، د ولسي جرګې په کار کې ځنډ به دا بهير اغېزمن کړي.

ښاغلي ستانکزي ازادي راډيو ته وويل، کله چې د حکومت پر کار د وکیلانو د څارنې پروسه ضعیفه شي، پر ولسي جرګې د خلکو اعتماد هم کمېږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی

دی وايي:

"خلک متأسفانه له دې ډېر زيامنېږي. دا په‌دې معنی چې که دولت هر څومره ضعيفېږي، په یقيني ډول ملت ځورېږي، نو د پارلمان نه‌شتون د افغانستان دولت چې اوس هم په ډېر ښه حالت کې نه‌دی، لا يې هم د ضعف خوا ته وړي."

د افغانستان د ولسي جرګې تالار له هغه وروسته د وکیلانو ترمنځ د فزيکي نښتو شاهد وو چې میر رحمان رحماني د دې جرګې د رئیس په توګه معرفي شو.

رحماني د شنبې د ورځې په رأی اچونه کې ۱۲۳ رأیې ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې مؤقت رئیس عطا محمد دهقان‌پور دی د جرګې د رئیس په توګه معرفي کړ، خو مخالف‌يې کمال ناصر اصولي چې ۵۵ رأیې يې وړې وې، اعتراض وکړ او ویې‌ويل چې رحماني پنځوس جمع یو په سلو کې رأيې نه‌دي ترلاسه کړي، نو رئیس نه‌دی.

د سياسي چارو کارپوه هارون‌مير په ولسي جرګه کې د ترینګلي وضعیت دوام د اوسني نظام لپاره زیانمنونکی وباله.

نوموړي وویل:

"په افغانستان کې د نظام د زیانمنېدو خطر اوس او هر وخت شته، ځکه خلک بل انتخاب نه‌لري او موږ به بېرته ۹۰مې لسیزې ته ستنېږو چې هغه مهال هېڅ‌څوک ګټونکی نه‌وو او بايلونکي ټول افغانان وو او هېڅ‌څوک د دې تمه نه‌لري چې باید د يو څو کسانو د شخصي ګټو په خاطر د ۱۸ کلونو لاسته راوړنې تر پښو لاندې کړي."

اوس یو پلاوی کار کوي چې د ولسي جرګې د رئیس د څوکۍ پر سر اختلافاتو ته حل راوباسي.

د ولسي جرګې يوې غړې شینکۍ کړوخېل پرون ماښام ازادي راډیو ته وويل، د سې شنبې په ورځ به یو توافق ترلاسه شي.

مېرمن کړوخېل زیاتوي:

"زما په اند د نړۍ په پارلمانونو کې تل جنجالونه شته. حتی وهل ټکول شوي دي. زه فکر کوم افغانستان هم له نړۍ څخه جلا نه‌دی. داسې جنجالونه پېښېږي، نو ورته باید معمولي فکر وشي. زه ډاډه یم هغه ۲۷ کسیزه پلاوی چې ټاکل شوی دی د سبا لپاره بالاخره یوه توافق ته رسېږي او خپلې پایلې به مجلس ته وړاندې کوي او دا لانجه به حلېږي."

د افغانستان د ولسي جرګې د رئیس ټاکنه تر دې مخکې هم له لانجو سره مخامخ وه.

په ۱۳۸۹ کال کې وکیلانو څو اوونۍ پرله‌پسې لانجه وکړه چې عبدالرؤف ابراهيمي يې په یوه علني رأی اچونې سره د ولسي جرګې د رئیس په توګه وټاکه.

د ولسي جرګې د ریاست پر سر د مخالفتونو د هواري لپاره روانو هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې.

د ولسي جرګې د ریاست پر سر د یادې جرګې د غړو مخالفتونه نن درېیمې ورځې ته وغځېدل.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره د پروان د خلکو استازي میر رحمان رحماني او د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي د شنبې په ورځ سیالي وکړه.

میر رحمان رحماني ګټونکی اعلان شو، خو کمال ناصر اصولي او یوه ډله نورو وکیلانو اعتراض وکړ چې هغه له معیار یوه رأیه کمه وړې او باید انتخابات بل پړاو ته ولاړ شي.

د لانجې د هواري لپاره د دواړو لورو او منځګړو وکیلانو له ډلې یو کمېسیون جوړ شو چې هڅو یې نتیجه ورنه‌کړه.

د دغه کمېسیون د منځګړو غړو له ډلې عبدالقیوم سجادي بېګاه شپه ازادي راډيو ته وویل، اصلي اختلاف د هغې قانوني خلا په خاطر دوام لري چې معلومه نه‌ده، کارول شوې رأیې معتبره دي که حاضر نصاب؟

دی وايي:

"د ښاغلي رحماني موافقین په‌دې استناد چې وايي، اساس کارول شوې رأیې دي، نو هغه رئیس دی، خو مقابل لوری یې وايي چې معیار ۲۴۷ رأیې دي او طبعاً رحماني اکثریت نه‌دی ترلاسه کړی. همدې مسئلې مخالفتونه رامنځته کړي دي."

ښاغلي سجادي دا هم وویل چې د ده په شمول منځګړو وکیلانو د لانجې د هواري کمېسیون په‌دې پرېښود چې د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي له‌خوا معرفي شویو استازو غوښتل د دوی له حضور پرته بحثونه مخته یوسي.

د ولسي جرګې د ریاست پر سر مخالفتونه د یکشنبې په ورځ تر ښکنځلو هم ورسېدل او امنیتي منسوبینو د وکیلانو د لاس او ګرېوان کېدو مخه ونیوله.

دغو لانجو په ټولنیزو شبکو کې د ګڼو خلکو غبرګونونه پارولي.

په‌دې سربېره په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردک له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پارلمان په وروستیو لانجو افسوس وښود او ویې‌ویل چې که د لانجو د هواري لپاره وکیلان پرېکړې ته ونه‌رسېږي ګڼې ادارې یې قانوني منځګړیتوب کولای شي.

ارشیف، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردک ازادي رآډیو سره د مرکې پر مهال،l, 22 June 2015
ارشیف، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردک ازادي رآډیو سره د مرکې پر مهال،l, 22 June 2015

ښاغلي وردګ زیاته کړه:

"څه چې پرون په ولسي جرګه کې تېر شول د تأسف ځای دی. امید مو دا و او دا دی د ملت استازي چې خلکو په ډېره عقلاني ډول رأیه ورکړې هغه ارزښتونه ښکاره کړي چې خلکو یې په اساس رأیه ورکړې ده. هیله مو دا ده چې د پارلمان وکیل صاحبان د خپلو شخصي ګټو لپاره د ولس دا لوی کور په قومي خطوطو تقسیم نه‌کړي. حقوقي مسایل باید په حقوقي چوکاټ کې حل شي او که دوی یې له حل نه عاجز وي په‌دې وطن کې نورې مراجع شته چې د دوی ترمنځ د قانون په چوکاټ کې منځګړیتوب وکړي."

د ولسي جرګې ۱۷مه تقنیني دوره د ثور په شپږمه د ولسمشر اشرف غني له‌خوا پرانیستل شوه.

دا جرګه په څه باندې درېیو اوونیو کې لا هم نه‌ده توانېدلې چې خپل اداري پلاوی وټاکي او معلومه نه‌ده چې د دې جرګې د ریاست پر سر د وروستیو درېیو ورځو روانې لانجې څومره دوام پیدا کوي؟

راپور: صفي‌الله ستانکزی

د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ د رامنځته شوې شخړې وروسته د ولسي جرګې غړو د شخړې د حل په هدف یو وار بیا پلاوی ټاکلی دی.

د ولسي جرګې غړي میرویس یاسیني رسنیو ته ویلي دي چې د ولسي جرګې له غړو پنځلس نفري پلاوی ټاکل شوی، تر څو د ولسي جرګې په ارشیف کې د شنبې د ورځې انتخابات وګوري.

د ولسي جرګې غړی میرویس یاسیني
د ولسي جرګې غړی میرویس یاسیني

ده وویل:

"دا یو بد او مضر حرکت دی، د مخنیوي لپاره يې پنځلس کسیز پلاوی وټاکل شو، دوی به ځي ارشیف به ګوري او له هغې وروسته به تورې او سپینې رأیې له یو بله جلا کوي او پایلې او څېړنې به د ولسي جرګې په عمومي تالار کې شریکوي."

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ لپاره د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ انتخابات وشول چې په جنجالي ډول پای ته ورسېدل.

په دې انتخاباتو کې میر رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې وګټلې.

د جرګې موقت رئیس اعلان وکړ چې ښاغلی رحماني ګټونکی دی، خو ښاغلي اصولي او ځينو نورو وکیلانو اعتراض وکړ.

دوى وايي، ۱۲۳ رأیې د ټولو ۲۴۷ حاضرو وکیلانو پنځوس جمع یو رأيې نه پوره کوي، نو باید د نورو کاندیدانو ترمنځ بل پړاو انتخابات وشي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یوه بل غړي ګل رحمان همدرد رسنیو ته وویل چې ټاکل شوی پلاوی د پرېکړې حق نه لري، یوازې به په ارشیف کې د ښاغلي رحماني رأیې څېړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ازدي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې که وکیلان په خپلو کې د روانې شخړې حل راونه باسي، قانوني بنسټونه اماده دي چې په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.

د ولسي جرګې غړي د نن ورځې د ټاکل شوي پلاوي د شمېر په اړه یوه خوله نه دي.

د جرګې غړي میر حیدر افضلي بیا د پلاوي د غړو شمېر ۲۷ تنه وښود او ويې ویل چې د پلاوي لپاره ۱۷ نوي او ۱۰ د پخواني پلاوي غړي وټاکل شول.

ښاغلي افضلي د پلاوي د کارونو په اړه وویل:

"دغه پلاوی په دوه موضوعاتو کار کوي، اول د ښاغلي رحماني هغه رأيې چې د مجلس د سرپرست رئیس له لوري باطلې اعلان شوي، په ارشیف کې يې څېړي، که باطلې یا هم سمې وې، دا به ځانګړې کوي، دوهم دا چې د نصاب په اړه چې یو شمېر وکیل صاحبان وايي، ۲۴۷ تنه وو او د کورنیو اصولو له مخې يې پنځوس جمعه یو ۱۲۴ رأيې کېږي، هم وڅېړي."

تېره ورځ هم د دغې شخړې د حل په خاطر پنځلس نفري پلاوی ټاکل شوی و، خو د دوشنبې د ورځې په سهار د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي ازادي راډيو ته وویل چې د ټاکل شوي پلاوي خبرو نتیجه نه ده ورکړې او پلاوی لغوه شوی دی.

اوس به ولیدل شي چې دغه نوی ټاکل شوی پلاوی به د شخړې په حل کې څومره رول ولوبوي.

راپور: اکرام الله اکرام

د ولسي جرګې د دارالانشاء رئیس عبدالقار ځاځی وطندوست له ازادي راډيو سره په خبرو کې په‌دې اړه چې د ملي شورا امنیتي کسان د کمال ناصر اصولي یا د میر رحمان رحماني د ملاتړو وکیلانو له‌خوا وهل او ټپیان شوي، د جزئیاتو له ورکولو ډډه کوي.

د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی ازادي راډیو ته وايي چې د ملي شورا دوه درې تنه امنیتي ساتونکي وروسته له هغې چې وکیلانو غوښتل د ولسي جرګې تالار ته ننوځي او د امنیتي کسانو له‌خوا یې مخه نیول کېده، ټپیان شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG