په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي، د ولسي جرګې غړي باید د ده په خبره د خپلو شخصي ګټو په خاطر جرګه پر قومي ډلو ونه ویشي.
فاروق وردک تېره شپه دا خبره وروسته له هغه ازادي راډيو ته وکړه چې د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ د مشرتابه د ټاکلو سر لانجې شدت وموند.
د ولسي جرګې د ریاست لپاره د شنبې په ورځ د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي تر منځ انتخابات وشول.
که څه هم میر رحمان رحماني د مؤقت رئيس لهخوا د ولسي جرګې د مشر په توګه اعلان شو، خو د کمال ناصر اصولي او یوه ډله نورو وکیلانو لهخوا اعتراض وشو.
اعتراض کوونکي وايي، ښاغلي رحماني د حاضرو وکيلانو له جملې ٥٠ جمع يوه رأيې نهدي ګټلي او بايد بيا انتخابات وشي.
د دوی د لانجو د حل لپاره پرون یکشنبه یوه ١٥ کسيزه کمېټه هم جوړه شوه چې دغې کمېټې ويلي، نن به د خپلو خبرو نتيجه اعلان کړي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی عبدالرؤف انعامي په ملي شورا کې د ازادي راډیو خبریال ته وايي چې د نن ورځې د جنجالونو پر مهال د ملي شورا ۵ تنه امنیتي ساتونکي ټپیان شوي دي.
ښاغلی انعامي ادعا کوي چې دا کسان د کمال ناصر اصولي د ملاتړو وکیلانو لهخوا ټپیان شوي دي.
خو کمال ناصر اصولي پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د ولسي جرګې غړی میر حیدر افضلي د ملي شورا په تالار کې د ازادي راډیو خبریال ته وايي چې نن سهار د ولسي جرګې دروازه د دغې جرګې د دارالانشاء لهخوا تړل شوې وه او وکیلانو ته اجازه نهورکول کېده چې د ولسي جرګې تالار ته ننوځي.
د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی ازادي راډیو ته وايي چې د ملي شورا دوه درې تنه امنیتي ساتونکي وروسته له هغې چې وکیلانو غوښتل د ولسي جرګې تالار ته ننوځي او د امنیتي کسانو لهخوا یې مخه نیول کېده، ټپیان شوي دي.