د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

مسیر: د ولسي جرګې دا دوره هم د پخوانۍ پر پلونو روانه ده


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان د سولې پروسې، د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو په ګډون، په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د سولې په تشو ببولالو باید د جمهوري ریاست انتخابات نور ونه ځنډول شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دوه ځله د جمهوري ریاست د انتخاباتو وخت وځنډول شو، خو نه طالبانو سوله وکړه، نه یې هم د ولس ملي غوښتنه ومنله.

سرمقاله لیکونکی وړاندیز کوي چې نور نه باید دغه ملي پروسه وځنډول شي، د لیکوال په باور، که دغه پروسه درېیم ځل وخنډول شوه، بیا به ستونزې لاپسې پراخې شي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکي، د افغانانو وینه څومره بې رنګه ده.

د سرمقالې لیکوال د هلمند ولایت د نهرسراج وروستۍ هوايي پېښې ته په اشارې سره چې افغان امنیتي ځواکونه په کې ووژل شول، لیکي، هېڅ څوک نشته چې د افغانانو دفاع وکړي.

د لیکوال په خبره، داسې ښکاري چې د افغانانو وینه سور رنګ او یا هېڅ رنګ نه لري.

بل خوا همدې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، وکیلانو رأیې خرڅې کړې او د ولسي جرګې رئیس په ۳ میلیونو ډالرو وټاکل شو.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د ولسي جرګې په وکیلانو غږ کړی چې د موکلانو باور او اعتماد باید وساتي.

د سرمقالې د لیکونکي په باور، مالي فساد، باج ګیري او له نامشروعو هڅو ملاتړ به حتی په اوسنۍ ولسي جرګه کې هم دوام پیدا کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ولسي جرګې تېرو دورو ته په کتو دا به سخته وي چې اوسنۍ ولسي جرګه د خلکو باور ترلاسه کړي.

د هشت صبح ورځپاڼه په وکیلانو غږ کوي چې کله چې د ملي شورا استازي له قانون سره سم عمل وکړي، خپله د ښو وکیلانو نمونه ګرځي او د خلکو او موکلانو باور ترلاسه کوي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، دا ولسي جرګه هم د پخوانۍ پر پلونو روانه ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په تېرې ولسي جرګې ډېری نیوکې وې چې ډېری وکیلان یې کمېشنکاران ګڼل کېدل.

د لیکوال د معلوماتو له مخې، هغې جرګې نه یوزاې دا چې وکیلانو به پر حکومت د امتیاز اخیستلو لپاره فشار راووړ، بلکې پخپله په جرګه کې دننه هم پراخ فساد و.

لیکوال وايي چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي دوهم پړاو انتخاباتو ته په کتو داسې معلومېږي چې که څه هم دغه انتخابات لانجمن شول، خو پایله یې همداسې راووتله چې ریاست کوم عالم نه دی ګټلی او نه هم کوم سیاستوال ګټلی.

د همدې سرمقالې په پای کې راغلي، د ولسي جرګې له لومړۍ ورځې ښکاري چې له دې جرګې هم باید د خیر او سم کار تمه ونه شي.

XS
SM
MD
LG