د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د امریکا د استازو د جرګې مشره: متحدایالات دې ایران سره له جګړې ډډه وکړي


ارشیف، د امریکا د استازیو جرګې مشره نانسي پلوسي په واشنګټن کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, May 2, 2019
ارشیف، د امریکا د استازیو جرګې مشره نانسي پلوسي په واشنګټن کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, May 2, 2019

په‌داسې حال کې چې د امریکا د متحد ایالاتونو او ایران ترمنځ کړکېچ په زیاتیدو دی، د امریکا د استازیو جرګې مشرې نانسي پلوسي وايي، متحد ایالاتونه باید له ایران سره له جګړې ډډه وکړي.

نانسي پلوسي پرون د مې په ۱۵مه وویل، سپینه ماڼۍ په منځني ختیځ کې د کانګرس له موافقې پرته د شخړو په لور ګام نه‌شي اخېستلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي هم یوه ورځ مخکې تردې په جلا جلا اعلامیو کې ویلي وو چې د دوی هېوادونه د جګړې پلوي نه‌کوي.

دا خبرې وروسته تردې وشوې چې د یمن حوثي یاغیانو په بې پيلوټه الوتکې د سعودي عربستان د تیلو پر تأسیساتو برید وکړ. ایران د حوثیانو ملاتړ کوي.

ارشیف، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدایالاتونو سفیر جاناتان کوین, February 27, 2019
ارشیف، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدایالاتونو سفیر جاناتان کوین, February 27, 2019

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفیر جاناتان کوین پرون د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دې برید په اړه اندیښنه وښوده.

نوموړي وویل:

"ایران باید حوثیانو ته د بې پیلوټه الوتکو له ورکولو لاس واخلي. د سعودي عربستان پر تأسیساتو د دې اوونۍ بریدونو لانجه پراخه کړې ده او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یمن لپاره د ځانګړي استازي مارتین ګریفیټس د سولې هڅې زیانمنوي."

د ارامکو «Aramco» په نوم د عربستان د تیلو شرکت ویلي دي چې دې حملې خورا لږ زیان اړولی.

په داسې حال کې چې د متحد عربي اماراتو خاورې ته نژدې د دوشنبې د ورځې د څلورو بیړیو د تخریب د ادعا په اړه لا جزئیات نه‌دي روښانه شوي.

په‌دې ترڅ کې په بغداد کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفارت وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفارت ټولو هغو کارکوونکو ته چې ډېره اړتیا یې نه لیدل کېږي له عراقه د وتلو خبر ورکړی دی.

په بغداد کې د امریکا سفارت پرون د چهارشنبې په ورځ «د مې ۱۵مه» وویل چې د وتلو دا خبرداری د عراق د کُردستان په پلازمېنه اربیل کې هم د کونسلګرۍ مامورینو ته متوجه دی.

په بغداد کې د امریکا سفارت
په بغداد کې د امریکا سفارت

په بغداد کې دا سفارت زیاتوي چې د عادي ویزو ورکړه هم د یوې مودې لپاره ځنډوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ترورستي ګواښونو، اختطاف او وسله‌والو شخړو له امله دې امریکایي اتباع هم عراق ته د اوس لپاره سفر نه کوي.

تهران په عراق کې د شیعه وسله‌والو ملاتړ کوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او په بغداد کې د امریکا د سفارت په اعلامیو کې دغو وسله‌والو ته اشاره نه‌ده شوې.

بل لور ته پرون جرمني اعلان وکړ چې په سیمه کې د شخړو له امله د عراقي ځواکونو د روزنې عملیات ځندوي.

په عراق کې د جرمني پوځي روزونکو شمېر شاوخوا ۱۶۰ ته رسېږي.

د امریکا مرکزي قومانداني خبر وکړی دی چې ائتلافي ځواکونو په سوریه او عراق کې د محاربوي احضاراتو کچه لوړه کړې ده.

د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ وروسته تردې زیات شو چې تېرکال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د نړیوالو قدرتونو له اټمي تړونه بهر کېږي او پر ایران سخت بندیزونه لګوي.

نژدې اوونۍ مخکې چې له دې تړونه د واشنګټن د وتلو کال پوره کېده ایران وویل، که پر ایران د امریکا د بندیزونو د لېرې کېدو غم ونه خوړل شي بیا به یوارنیم په لوړه کچه غني کړي.

XS
SM
MD
LG