د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۹

کابل کې د امریکا سفیر: طالبانو افغان حکومت سره د خبرو لپاره جديت نه‌دی ښودلی

د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جان بس (چپ) په کندهار کې په یوه ځانګړې مرکه کې د ازادي راډیو د خبریال محمد صادق رښتیني پوښتنې ځوابوي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جان بس (چپ) په کندهار کې په یوه ځانګړې مرکه کې د ازادي راډیو د خبریال محمد صادق رښتیني پوښتنې ځوابوي.

افغانستان ته د امريکا سفیر وايي، طالبانو له افغان حکومت او افغان ټولنې سره د هغو مسايلو په اړه تر اوسه خبرو ته جديت نه‌دی ښودلی چې یوازې افغانان پرې په خپلو کې پرېکړه کولای شي.

جان بس وايي، له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد په وروستیو خبرو کې يوازې په‌دې مورد کې يو څه پرمختګ شوی چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه‌کارېږي.

ده زیاته کړه:

"له بده‌مرغه موږ په نورو مواردو کې پرمختګ نه‌دی کړی لکه دا چې د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو یا د اوربند په اړه د افغانانو غوښتنه. دې ته تر اوسه سترګې په لاره یو چې طالبان په جديت سره له افغان حکومت او افغان ټولنې سره خبرو ته چمتو شي، څو هغه مسایل حل کړي چې يوازې افغانان‌يې په خپلو کې په اړه پرېکړه کولای شي."

د افغانستان د سولې مشورتي لویه جرګه د پنځو ورځو لپاره په کابل کې جوړه شوې وه چې په‌کې له ټول افغانستانه د خلکو تر درېيو زرو زياتو استازو ګډون کړی وو او د غويي په ۱۳مه نېټه پای ته ورسېده.

غني: لویه جرګه له طالبانو سره د مذاکرې چوکاټ او حدوډ ټاکي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

د دې جرګې له لویو غوښتنو يوه دا وه چې حکومت او طالبان په ټول هېواد کې اوربند اعلان کړي.

  • دا چې طالبان ولې تر اوسه له افغان حکومت سره خبرو ته نه‌دي چمتو شوي؟
  • طالبان ولې په‌دې اړه هېڅ جديت نه‌ښيي؟

د سياسي چارو افغان پوه استاد نصرالله ستانکزی وايي، لامل‌يې د سولې رامنځته کولو لپاره د امریکا بېړه ده.

ارشیف، د سياسي چارو افغان پوه استاد نصرالله ستانکزی
ارشیف، د سياسي چارو افغان پوه استاد نصرالله ستانکزی

​دی وايي:

"طالبانو د امریکا هغه عجله او شتاب احساس کړی چې امریکایان‌يې کاروي. په مخامخ خبرو کې غواړي له امریکا څخه امتيازات ترلاسه کړي او په پای کې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي."

ښاغلي بس له ازادي راډیو سره د دوشنبې په ورځ په خبرو کې وويل چې هيله لري له افغان حکومت او افغانانو سره‌یې هېواد وروسته له هغه هم ښې اړیکې ولري چې په افغانستان کې سوله رامنځته شي.

خو ده زياته کړه چې که په راتلونکي کې افغانستان د امریکا له حکومته وغواړي چې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، افغان حکومت باید له نړیوالو معیارونو سره سم بنيادي بشري حقونه خوندي وساتي.

جان بس د دوشنبې په ورځ په کندهار کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې امريکا له افغانانو سره د افغانستان د راتلونکي پرمختګ په خاطر په اقتصادي، روزنيزو او ښوونيزو برخو کې مرستې کړي چې غواړي دې کار ته دوام ورکړي.

ده وويل:

"پرته له شکه دا چې د بشري مرستو ورهاخوا امریکا څومره مرسته کولای شي، دا به د موافقې په شرایطو او په‌دې پورې اړه ولري چې طالبان بېرته د ټولنې برخه شي. هغه ټولنه چې د نورو هېوادونو د پراخې ټولنې برخه وي چې د یو بل خپلواکي ته درناوی ولري او له یو بل سره ګډ کار وکړي، څو یو بل ته خطر پېښ نه‌کړي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو په اړه د تېرې پنجشنبې په ورځ پر خپله ټويټر پاڼه کې د خبرو سرعت ناکافي وباله او زیاته‌یې کړه چې په خبرو کې چټک پرمختګ ته اړتيا ده، څو په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه راټيټه شي.

تر دې څلور ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې یا یوناما په يوه اعلامیه کې په ټول افغانستان کې د روژې په لومړۍ اوونۍ کې پر ملکيانو د تاوتريخوالي زیاتېدو د اغېز په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما طالبان په سختو ټکو غندلي چې په ځينو مواردو کې يې ملکيان قصداً هدف ګرځولي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG