د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

بریتانيا: کېدای شي ایران او امریکا له یو بل سره په جګړه کې ښکېل شي


ارشیف، د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانټ په لندن کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, May 8, 2019
ارشیف، د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانټ په لندن کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, May 8, 2019

بریتانيا په فارس خلیج کې د ایران او امریکا ترمنځ په تصادفي ډول د جګړې د پیلېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت په فارس خلیج کې روان بحراني وضعیت ته په پام خبرداری ورکړی دی چې کېدای شي ایران او امریکا په تصادفي ډول له یو بل سره په جګړه کې ښکېل شي.

ښاغلي هانت دا خبرداری د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ایران د مسئلې په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې ورکړ.

نوموړي وویل:

"زه فکر کوم په‌دې اړه رښتینې اندېښنه موجوده ده چې دا غیر عمدي وضعیت کېدای شي له هغې حالته هم چې موږ يې وېره لرو، لا نور جدي شي."

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، موږ ټول باید یقیني کړو چې ایران بیا د اټمي وسلو د جوړولو لار خپله نه‌کړي.

د جرمي هانت په خبره که ایران اټمي وسلې جوړې کړي، نو ګاونډیان به‌يې هم وغواړي چې اټمي وسلې ولري.

د بریتانيا، فرانسې او جرمني په ګډون چین او روسیه هغه هېوادونه دي چې له ایران سره‌يې د ۲۰۱۵ اټمي موافقه لاسلیک کړې ده.

د امریکا متحده ایالات د تېر میلادي کال په جون میاشت کې له دې موافقې ووت.

متحده ایالاتو په‌دې وروستیو کې وویل چې په خلیج کې خپل پوځي ځواک زیاتوي او د همدې لپاره‌يې د ابراهم لنکن په نوم الوتکې لېږدونکې جنګي بېړۍ هم خلیج ته استولې ده.

امریکايي چارواکو د ایران له‌خوا د ګواښونو پر وړاندې چې جزئیات‌يې نه‌دي ورکړل شوي، د کلک ځوابي برید خبرداری ورکړی دی.

ایران بیا له خپل لوري ګواښ کړی دی چې که پر دې هېواد نور بندیزونه او فشارونه راوړل شي، نو د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې ځینې به برخې عملي نه‌کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې که پر هېواد يې نور بندیزونه ولګول شي، نو دوی به بیا په لویه اندازه د یورانیمو غني کولو ته مخه کړي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د دوشنبې په ورځ بروکسل ته ورسېد او د امریکايي چارواکو په وینا د ایران په مسئله به د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسؤلې فدریکا موګرېني او نورو مقاماتو سره وغږېږي.

XS
SM
MD
LG