د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د واشنګټن او تهران د نظامي وضعیت پر ترینګلتيا د اروپايي شریکانو اندېښنه


له چپ اړخه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ رئيسه فدريکا موګرېني، د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر ژان اِېف لودریان، د جرمني د بهرنيو چارو وزیر هایکو ماس او د بریتانيا د بهرنيو چارو وزیر جرمي هانت
له چپ اړخه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ رئيسه فدريکا موګرېني، د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر ژان اِېف لودریان، د جرمني د بهرنيو چارو وزیر هایکو ماس او د بریتانيا د بهرنيو چارو وزیر جرمي هانت

له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې اروپايي شریکانو د واشنګټن او تهران ترمنځ د نظامي وضعیت پر ترینګلتيا اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزیر جرمي هانت، د جرمني د بهرنيو چارو وزیر هایکو ماس او د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر ژان اِېف لودریان هر یوه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د دوشنبې په ورځ ولیدل.

تر دې مخکې دوی د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ له رئيسې فدريکا موګرېني سره ګډه غونډه درلوده چې تمرکز يې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې پر خوندي ساتلو وو.

پامپیو مسکو ته خپل پلان کړی سفر وځنډاوه چې د واشنګټن د وروستیو اقداماتو په اړه خپلو اروپايي متحدانو ته معلومات ورکړي.

ټاکل شوې ده دی د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتین او بهرنيو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د سې شنبې په ورځ وويني.

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت واشنګټن ته په منځني ختيځ کې د اټمي وسلو د مسابقې پيلولو د خطر په اړه خبرداری ورکړ.

ارشیف، د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت په لندن کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, May 8, 2019
ارشیف، د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت په لندن کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, May 8, 2019

ده په بروکسل کې خبريالانو ته وويل:​

"موږ د شخړې د خطر په اړه اندېښمن یو چې ښايي د وضعیت د نور هم ترینګلي کېدو په نتيجه کې رامنځته شي، خو د یوه لوري هم دا نیت نه‌وي. موږ دا اندېښنه د خپلو اروپايي همکارانو او مایک پامپیو سره شریکوو او زه فکر کوم موږ ارامي ته اړتيا لرو، څو ډاډه شو ټول په‌دې وپوهېږي چې بل لوری څه فکر کوي."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ رئیسې فدريکا موګرېني چې له پامپیو سره‌يې وکتل، وویل چې مذاکرات یوازنۍ لاره ده چې اختلافات حل شي او په سیمه کې د شخړې مخه ونيول شي.

د اروپايي هېوادونو خبرداری په‌داسې حال کې دی چې امريکا په خليج فارس کې د نامعلومه تهدید د مخنیوي په خاطر د جنګي الوتکو وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کړه.

واشنګټن ويلي د ایران له تهدید سره مخامخ دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت یوه اعلاميه وايي چې پامپیو له ناټو چارواکو سره په بروکسل کې د ایران د تهديدونو په اړه هم معلومات شریک کړل.

د بروکسل غونډه وروسته له هغه جوړه شوه چې تهران تېره اوونۍ اعلان وکړ چې که د نړۍ قدرتونه د امریکا د بنديزونو پر وړاندې د دې هېواد ګټې خوندي نه‌کړي، د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له ځينو ټکو به مخ واوړي.

XS
SM
MD
LG