د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

د هودخېلو اوسېدونکو د کابل د ولسي جرګې د نوماندانو د لاریون مخه ونیوله


د کابل د ولسي جرګې د کاندیدانو د اتحاد له لوري اعتراضونه له غبرګونونو سره مخ شول.

د کابل په لویدیځ کې د هودخیلو اوسېدونکي وايي، د معترضونو نوماندانو د اعتراضونو دوام ورته ګڼې ستونزې پیدا کړي.

د دغې سیمې اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ د کابل د ولسي جرګې د کاندیدانو د اتحاد په وړاندې غبرګون وښود.

دغه کاندیدان د عدالت غوښتنې لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دفتر ته نږدې راټول شوي وو، خو د سیمې د خلکو له غبرګون سره مخ شول او ونه توانېدل چې خپل اعتراض وغځوي.

د هودخیلو سېمې دوو تنو اوسېدونکو حاجي عبدالقهار او محمد اسحاق ازادي راډيو ته وویل چې له دا شان اعتراضونو نور تر پوزې را رسېدلي دي:

"دوی راځي سړکونه بندوي، موږ ته ګڼې ستونزې پیدا کوي، د دوی له امله زموږ ماشومان ښوونځيو ته نه‌شي تللی او که کومه امنیتي پېښه کېږي درد یې موږ ته رسېږي، موږ اجازه نه ورکوو چې لارې وتړي.

-له تېرې یوې جمعې راهیسې دوی راځي او ګډوډي یې اچولې، موږ له دولته غواړو چې له دې کاره مخنیوی وکړي."

د سېمې اوسېدونکي وايي، اعتراض د کاندیدانو حق دی، خو خپلې غوښتنې دې هغه ځای کې مطرح کړي چې نورو خلکو ته ستونزې جوړې نه‌کړي.

د کابل د ولسي جرګې انتخابات د تېرکال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شول، خو د ۷ میاشتو په تیرېدو سره لا هم د دغه ولایت وروستي نتایج نه‌دي اعلان شوي.

دغه کاندیدانو چې د کابل د ولسي جرګې د کاندیدانو اتحاد په نوم یې اعتراض کړی وايي، د کابل انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک دي، نو ځکه نتایج یې دوی ته د منلو نه‌دي.

دوی ټينګار کوي چې د کابل انتخابات باید بیا ځلې ترسره شي.

دوو معترضو کاندیدانو عبدالرحمان خوځښت او حسن جان دولت‌زي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ غواړو چې د خلکو د رأیو پوښتنه وکړو، دوی غواړي چې لېست د هغو کسانو په ګټه اعلان کړي، کومو چې تقلب کړی.

-زموږ اساسي غوښتنه دا ده چې د کابل انتخابات لغوه شي او بیا ځلي رڼې ټاکنې وشي. که داسې ونه‌شي. د خلکو او دولت ترمنځ به لوی واټن رامنځته شي."

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، د کابل د وروستیو پایلو د اعلان لپاره کار په جدي توګه روان دی او ډېر ژر به نتایج اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي د کابل د معترضو نوماندانو د غوښتنو په تړاو وویل:

"کوم موارد چې مطرح کېږي ترهغه کچې نه‌دي چې ټوله پروسه تر پوښتنې لاندې راشي او د شکایتونو کمېسیون پریکړه تر ټولو معقوله لار ده چې موږ وروستۍ پرېکړې ته رسوي."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل د بیا ځلي رأیې شمېرنې نتایج لغوه اعلان کړي او د کابل د ټولو انتخاباتي حوزو د رأیو په بیا شمېرنې، تفتیش او څېړلو یې پریکړه کړې ده.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون په پریکړه کې راغلي، د انتخاباتو د لومړۍ او دوهمې ورځې د پاڼو نتایج چې لازم معیار لري د اعتبار وړ دي.

په ورته وخت کې یو شمېر معترض نوماندانونو چې نومونه یې د کابل په لومړني لېست کې اعلان شوي د شنبې په ورځ د ملي شورا مخې ته اعتراض وکړ او د ولسي جرګې د ادارې پلاوي د ټاکل کېدو مخه یې ونیول وه چې ټاکل شوې وه په یاده ورځ ترسره شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا ۱۷ تقنیني دوره د کابل د وکیلانو په نه‌شتون کې د روانې میاشتې په ۶مه نېټه پرانېسته، خو ټينګار یې وکړ چې د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو نتایج باید ژر تر ژره اعلان شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG