د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د بشري حقونو ډلې: په پاکستان کې هرکال سلګونه کسان په زور اسلام ته اړول کېږي


ارشیف، د پاکستان په لاهور ښار کې د دغه هېواد عیسوي اوسېدونکي د مظاهرې په حال کې
ارشیف، د پاکستان په لاهور ښار کې د دغه هېواد عیسوي اوسېدونکي د مظاهرې په حال کې

د بشري حقونو ډلې وايي، په پاکستان کې هرکال سلګونه ځوان هلکان او نجونې په زور اسلام ته اړول کېږي، داسې چې یو شمر تښتول کېږي او نور له مسلمانانو سره ودونو ته اړایستل کېږي.

د پاکستان اکثریت وګړي مسلمانان دي او د ټولو وګړو په سلو کې یوازې ۵ یې غیر مسلمانان دي چې عیسویان او هندوان پکې شامل دي.

کویتا د سند ایالت د ګوټکي ولسوالۍ یوه اوسېدونکې هندوه ده، هغه د پاکستان له حکومته غواړي چې د دې د تښتول شویو خویندو په موندلو کې مرسته وکړي.

دا وايي چې دوه خویندې یې په مارچ میاشت کې تښتول شوي او بیا اسلام ته اړول شوي دي.

دې زیاته کړه:

"زه او زما مور دلته ناستې وو چې څو وسله په لاس کسان په یو موټر کې راغلل او زما خویندې یې وایستلې، په بله ورځ خبر شو چې خویندې مې له خپل دینه ګرځېدلې دي."

د دې سیمې اوسېدونکي وايي، په وروستیو څو کلونو کې د سند ایالت په کلیو او بانډو کې اسلام ته د خلکو جبري اړول ډېر عام شوي او ځوانې نجونې د دې هڅو لومړنۍ قربانیانې دي.

اکثر کلیوال وايي چې د دې تښتونو پلانونه د ګوټکي ولسوالۍ په تاریخي زیات بهار چوندي شریف کې جوړېږي، خو د زیارت متولیان دا تور ردوي او وايي چې غیر مسلمانان په خپله خوښه ورځي او اسلام مني.

جاوېد احمد بن عبدالحی د دې زیارت متولي دی چې وایي:

"دا کومه نوې خبره نه ده، اکثر خلک دلته راځي او اسلام مني، حتی کورنۍ راځي او اسلام مني، دا کار له پېړیو څخه روان دی."

د ګوټکي مرستیال کمیشنر سلیم الله اودهو په دې اړه له تبصرې ډډه وکړه، خو ویې ویل چې دا کار قانوني جواز نه لري.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون مشره عظمي نوراني وايي چې په پاکستان کې اسلام ته د صغیرو نجونو اړول نه یوازې یو حقیقت دی، بلکې په یوه تجارت هم بدل شوی دی.

ده وویل:

"مذهبي شخصیتونه دا کار د یوه بزنس په توګه کوي، دوی اسلام ته د خلکو د اړولو په بدل کې پیسې اخلي او وايي چې اسلام ته د خلکو اړول ثواب لري او دا د پولیسو، قاضیانو، څارنوالانو او نورو دخیلو کسانو په ګډون زموږ د جنايي عدالت ټول سېستم اغېزمن کوي."

په پنجاب کې څه وخت مخکې د دوو خویندو د تېښتې قضیې د رسنیو سرخطونه جوړ کړل.

پولیس وايي، دا دوه نجونې له خپلو کورونو ځکه وتښتېدې چې غوښتل یې ودونه وکړي.

دې خویندو هم ویلي چې په خپله خوښه یې له مسلمانانو سره ودونه کړي، خو د کویتا کورنۍ په دې کې شک لري.

د پاکستان د بشري حقونو ډلې له سیاسي مشرانو غواړي چې د مذهبي ازادیو د ساتنې په برخه کې نور اقدامات وکړي، څو مذهبي اقلیتونه په خپلو دیني عقایدو کې ځان خوندي احساس کړي.

XS
SM
MD
LG