د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د فرانسې ولسمشر: د ایران د کړکېچ د پراخولو مخه باید ونیول شي


ارشیف، د فرانسیې ولسمشر ايمانوئل مکرون
ارشیف، د فرانسیې ولسمشر ايمانوئل مکرون

د اروپايي ټولنې مشران وايي چې د ایران د کړکېچ د پراخولو مخه باید ونیول شي.

وروسته له دې چې تهران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له مخې د خپلو ځینو ژمنو په اړه د بیا غور خبر ورکړ، د فرانسې ولسمشر او د جرمني صدراعظمې د ایران د اټمي موافقې پر سر د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

تهران د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اټمي موافقې له مخې د خپل اټمي پروګرام پر ځینو محدودیتونو غور کوي، څو د امریکا له خوا د بندیزونو د بیا انفاذ له اغېزو ځان وژغوري.

ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون د اروپايي ټولنې د سرمشریزې له پیله مخکې خبریالانو ته وویل چې ایران باید په اټمي موافقه کې پاتې شي او اروپايي ټولنه باید د دې لپاره اقدامات وکړي.

مکرون له ایران سره د اټمي موافقې پر لاسلیکوونکو هېوادونو غږ وکړ چې ځان د دې موافقې پر سر د رامنځته شوي کړکېچ په پراختیا کې له ښکېلېدو وساتي او ډله ییز امنیت ته پاملرنه وکړي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل هم وویل، غواړي چې د دې کړکېچ د پراخېدو مخنیوی وشي.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل

هغې زیاته کړه، تهران باید دې ته غاړه کېږدي چې په اټمي موافقه کې پاتې کېدل یې په خپله ګټه دي.

مېرمن مېرکل د اروپايي ټولنې سرمشریزې ته وویل چې له ډيپلوماتیکو لارو د دې کړکېچ د حل هڅو ته به دوام ورکړي.

پرون د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فيدریکا موګریني او د برتانیا، فرانسيې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې دوی لاهم د ایران د اټمي موافقې ملاتړ کوي، خو د ایران ګواښ یې رد کړ.

دوی په یوه بیان کې وویل چې د ایران اولتیماتوم ردوي خو غوښتنې به یې وارزوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اروپايي ټولنې د بیان په اړه په غبرګون کې وویل چې اروپايي هېوادونه باید د ایران له اټمي موافقې سره سم خپل مکلفیتونه وپېژني او د متحدایالاتو له بندیزونو سره سره له ایران سره اقتصادي اړیکې عادي کړي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک د چهارشنبې په ورځ پر تهران تور ولګاوه چې له نړیوالو بډې اخلي، خو ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د څرګندونو پرمهال پرته له دې چې د ایراني چارواکو وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړي، وویل چې دی غواړي چې ایراني مشران تماس ورسره ونیسي یا زنګ ورته ووهي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی
د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی

په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن په اړیکو کې ترینګلتیا په زیاتېدو ده، ټرمپ څرګنده کړه چې له ایران سره کړکېچ نه غواړي.

ښاغلي ټرمپ وویل، غواړي چې ایران ځواکمن او پیاوړی هېواد وي، ښه اقتصاد ولري او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه کولای شي چې په خپلو کې یوه مناسبه معامله وکړي.

XS
SM
MD
LG