د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون


ارشیف، هغه افغان کډوال چې له ایرانه راستانه شوي, December 3, 2017
ارشیف، هغه افغان کډوال چې له ایرانه راستانه شوي, December 3, 2017

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران له دولته غواړي چې له افغان کډوالو سره دې د «کډوال» په څېر چلند وکړي.

دغه وزارت په‌داسې حال کې د افغان کډوالو له کبله غبرګون ښیي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي، په‌دې وروستیو کې ویلي، تهران ممکن د بندیزونو د زیاتېدو په صورت کې له افغان کډوالو وغواړي چې له ایرانه ووځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۹» ازادي راډیو ته وویل، د افغان کډوالو او پر ایران د امریکا بندیزونه دوه جلا موضوعګانې دي او د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې له کډوالو سره باید سیاسي چلند ونه‌شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"موږ د ایران له اسلامي جمهوري سره نېکې اړیکې لرو، هیله‌مند یو چې له افغان کډوالو سره د کډوالو په توګه چلند وشي، دغه مسئله بندیزونو سره تړاو نه‌لري، بلکې توپیر لري. موږ ډاډمن یو چې د ایران دولت له دغې مسئلې «افغان کډوالو» سره مسؤلانه چلند وکړي."

د ایران رسمي خپرونې ایرنا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي له قوله راپور ورکړی چې ایران اوس‌مهال د ۳ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی چې دوو میلیونو ته‌یې د کار کولو اسانتیاوې برابرې دي او په کال کې له درې نه تر پنځه میلیارده یورو پورې له ایرانه وباسي.

عراقچي دا هم ویلي، د ایران په ښوونځیو کې دوه لکه ۶۸ زره زده‌کوونکي او په پوهنتونونو کې یې ۲۳ محصلان په وړیا توګه درس وایي چې د عراقچي په خبره دا د ایران په زیان تمامېږي.

عراقچي دا هم ویلي، که بندیزونه پرې اثر وکړي او د تېلو پلورل‌يې صفر شي، بیا نو مجبور دي له افغان کډوالو وغواړي چې له ایرانه ووځي.

دا په‌داسې حال کې ده چې واشنګټن په‌دې وروستیو کې پر ایران اقتصادي بندیزونه ډېر کړي او د راپورونو له مخې د همدغو اقتصادي فشارونو له امله، په‌دې وروستیو کې په زرګونه افغان کډوالو په داوطلبانه توګه ایران پرېښی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG