د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د امریکا نويو بنديزونو د ایران د فلز صنعت هدف ګرځولی


ارشیف/ د تهران ښار/ Source: Iran Mall (Official website)
ارشیف/ د تهران ښار/ Source: Iran Mall (Official website)

امريکا پر ايران نوي بنديزونه لګولي دي.

دا وروسته له هغه چې تهران د نورو یورانيمو د غني کولو تهديد وکړ.

د امریکا نوي بنديزونه د ایران د فلز صنعت هدف ګرځولی.

تهران ويلي و چې د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د موافقې له ځينو ټکو مخ اړوي.

نوي بنديزونه د سې شنبې په ورځ اعلان شول او سپینې ماڼۍ وویل چې د ایران د فلز، المونیم، مس او اوسپنې صنعت په نخښه کوي.

تر دې يو څو ساعته مخکې ایران ويلي و چې خپل اضافي غني شوي یورانيم او درنې اوبه به نورو هېوادونو ته نه‌پلوري لکه څنګه چې په اټمي موافقه کې راغلي.

همداراز یې خبرداری ورکړ چې په ۶۰ ورځو کې به د وسلو جوړولو د کچې یورانیم غني کړي که د نړۍ قدرتونه نوي مذاکرات ونه‌کړي.

آرشیف/ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
آرشیف/ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره له اټمي موافقې څخه تېر کال خپل هېواد وايست، خو نور پنځه قدرتونه جرمني، فرانسه، بریتانيا، چین او روسیه د دې موافقې برخه پاتې شول، خو اوس جرمني فرانسې او بریتانیا انتقاد کړی چې ایران یو شمېر داسې اقدامات کړي چې ګواکې د هرکلي په معنی نه‌دي.

دوی تهران ته خبرداری ورکړی چې له موافقې ونه‌وځي.

روسیې بيا ويلي چې واشنګټن د تهران د پرېکړې مسؤلیت پر غاړه لري.

XS
SM
MD
LG