د ایران ولسمشر وایي، که نړیوال د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو په وړاندې د ایران ننګه ونهکړي، تهران به بېرته په لوړه کچه یورانیم غني کړي.
حسن روحاني دا خبره پرون د چهارشنبې په ورځ وکړه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه د امریکا د متحده ایالاتو د وتلو کال پوره شو.
روحاني د اټمي تړون پر نورو غړو هېوادونو، بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې غږ وکړ چې ۶۰ ورځې وخت لرئ، څو د ایران د تېلو او بانکي سیستم د بندیزونو پر ضد لاس په کار شئ.
د لوېدیځ چارواکو د روحاني د دې څرګندونو په اړه محتاط غبرګون ښکاره کړی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت پرون د چهارشنبې په ورځ په لندن کې د امریکا د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې د ایران دا خبرداری چې یورانیم به په لوړه کچه غني کړي، ښه خبره نهده او له تهرانه غواړو چې د اټمي تړون پرېکړو ته ژمن پاتې شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس بیا پرون د چهارشنبې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل:
"موږ له ژورې اندېښنې سره د ایران خبر ترلاسه کړ، دا مسئله به له نږدې وڅارو، موږ به د تړون له اکثرو لورو سره په تماس کې شو."
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په مسکو کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره ګډې خبري غونډې ته پرون وویل:
"موږ او روسیه هغه دوه هيوادونه یوو چې اټمي تړون ته به ژمن یوو او دا مو عملاً ښکاره کړې ده. ډېرو نورو هېوادونو د ژمنې اعلان کړی وو، خو څه اقدامیې نهدی کړی."
پهدې خبري غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګنده کړه چې د دې وضعیت د رامنځته کېدو عامل متحده ایالات دی چې د تړون د ټولو لاسلیک کوونکو د ژمنو د عملي کېدو لپارهیې جدي ستونزې پیدا کړې دي.
چین بیا ویلي دي چې دا د ټولو ګډ مسؤلیت دی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته ژمن پاتې شو.
له تهرانه غواړو چې د اټمي تړون پرېکړو ته ژمن پاتې شي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د مې په اتمه له ایران سره له شوي اټمي تړونه خارج شو او پر دغه هېواد یې د نورو سختو بندیزونو د لګېدو اعلان وکړ.
د ډلهییزو وسلو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي تیم موریسون پرون څرګنده کړه چې په لنډې راتلونکې کې به د نورو بندیزونو اعلان وکړي او ده اروپایي هېوادونو ته هم له ایران سره د تجارتي معاملاتو په برخه کې خبرداری ورکړ.